نن د افغانستان او پاکستان تر منځ په استانبول کې د خبرو اترو څلورمه ورځ ده، خو لاهم د یادو خبرو کومه نتیجه نه ده راوتلې او د خبرو د جزئیاتو په اړه معلومات هم رسنیو ته نه دي رسېدلي. هغه څه چې په رسنیو کې خپاره شوي، زیاتره د ژورنالیستانو او څېړونکو د اټکلونو او تحلیلونو پر بنسټ دي.

لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده، د دوحې د غونډې په څېر په استانبول کې هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو منځګړیتوب د ترکیې او قطر د حکومتونو استازي کوي، خو د هغوی د پوره هڅو او کوښښونو باوجود، خبرې تر اوسه کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي. له همدې امله، په دې اړه تر اوسه کوم موثق اعلان نه دی شوی.

خو هغه شنونکي چې د دواړو هېوادونو د واکمنانو د کار د طرز او سیاسي سلیقې سره بلد دي، دا خبره په ګوته کوي، چې د دواړو هېوادونو په استازو پلاویو کې د سیاسي استازو او یا مسلکي ډیپلوماتانو پر ځای د استخباراتو ټیټ پوړي غړي مهم رول لوبوي.

دا څرګنده ده، چې په خبرو اترو کې د جنجالي مسایلو غوټې پرانېستل به د باصلاحیته سیاسي استازو یا مسلکي ډیپلوماتانو لپاره اسان کار وای.

په اسلام‌اباد کې شنونکي په دې حیران دي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تازه شخړو په جریان کې د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازی سفیر صادق خان له صحنې څخه په مرموز ډول ورک دی. دا خبره هر چا ته معلومه ده، چې پاکستان د افغانستان د پالیسیو په جوړولو کې تل د جنرالواکۍ (چې مطلق اکثریت یې پنجابیان تشکیلوي) تر انحصار لاندې پاتې شوی او د پاکستان پښتانه سیاستوال او ډیپلوماتان له دې کاره لرې ساتل شوي دي. خو د افغانستان د چارو د یو منل شوي متخصص په توګه د سفیر صادق خان ساتل د جنرالواکۍ یوه مجبوري وه، خو داسې ښکاري، چې په دې مرحله کې صادق خان هم د خبرو اترو له صحنې بهر ساتل شوی دی.

د افغانستان د پلاوي ستونزه دا ده، چې د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو غړي به د خبرو اترو د هرې نکتې په اړه د طالبانو د امیر او یا د هغوی د دفتر نظر او اجازه اخلي، چې طبیعي ده وخت نیسي، او اسان کار نه دی.

که موږ د افغانستان او پاکستان تر منځ د جګړې په جریان کې او یا سملاسي تر هغه وروسته د دواړو حکومتونو ویناوې، مرکې او اعلامیې وګورو، نو په دې پوهېدل ګران نه دي، چې د استانبول په خبرو اترو کې د دواړو حکومتونو د استازو دریځ به څه وي.

پاکستان غواړي د ټي ټي پي د فعالیت د مخنیوي ټول بار د طالبانو پر اوږو واچوي.

اسلام‌اباد ترکیې او قطر ته وړاندیز کړی، چې هغوی دې یو داسې میکانیزم جوړ کړي، چې باید د افغانستان دننه د ټي ټي پي پر فعالیت د طالبانو د کنټرول نظارت وکړي. که طالبان په دې کار کې پاتې راشي، نو بیا باید د طالبانو پر امارت نړیوال بندیزونه ولګول شي.

طالبان د دې وړاندیز کلک مخالف دي. هغوی وايي، ټي ټي پي د پاکستان داخلي مساله ده. پاکستان یې که مخه نیسي او که ورسره خبرې کول غواړي، دا دواړه کارونه دې د خپل هېواد دننه ترسره کړي. طالبان وایي، پاکستان باید ژمنه وکړي چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او فضایي حریم درناوی کوي او پرې تعرض نه کوي. بله خبره چې طالبان کوي دا ده، چې د ترکیې او قطر له خوا جوړ شوی میکانیزم دې باید په پاکستان کې دننه د داعش د هغو فعالیتونو نظارت وکړي، چې له پاکستان نه د طالبانو د امارت پر ضد ترسره کېږي.

دا څرګنده ده، چې د دواړو اړخونو وړاندیزونه د داسې پیچلو او حساسو مسایلو په اړه دي، چې دواړه حکومتونه پرې یو له بله په اساسي توګه جلا دریځ لري او په اسانۍ سره د مقابل لوري دریځ ته د نږدې کېدو لپاره چمتو نه دي.

پر دې سربېره، د درې ابرقدرتونو ـ امریکا، چین او روسیې ـ تر منځ د افغانستان او مرکزي اسیا په ستراتیژیکه جغرافیا کې د نفوذ د زیاتولو سیالي هم د افغانستان او پاکستان پر شخړو بې‌اغېزې نه ده.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په علني توګه له طالبانو نه امریکا ته دبګرام پوځي اډې د سپارلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر او خاص استازي زلمي خلیلزاد پرله‌پسې سفرونه بې‌شکه له همدې مسایلو سره تړاو لري. د افغانستان لپاره د چین خاص استازي هم د افغانستان او پاکستان تر جګړې وروسته کابل ته سفر کړی دی. دا طبیعي ده، چې چین امریکا ته د بګرام هوايي ډګر د سپارلو مخالف دی. چین دا هم غواړي، چې افغانستان او پاکستان له یو بل سره جوړ شي او ښې اړیکې ټینګې کړي، څو دواړه د چین د تجارتي دهلیزونو په جوړولو کې ګډون وکړي.

که څه هم روسیه له اوکراین سره په جګړه کې بوخته ده، خو بیا هم له طالبانو سره اړیکې لري او هغوی ته مشوره ورکوي، چې د بګرام اډه امریکا ته ونه سپاري.

پاکستان، چې د ترهګرۍ ټول مسوولیت پر طالبانو اچوي، غواړي خپل مخ د چین او امریکا پر وړاندې سپین کړي. په همدې حال کې طالبان د داعش پر ضد جګړه کې ځان د امریکا متحد بولي او پاکستان ته د داعش د پناه‌ځای نوم ورکوي.

دا څرګنده ده، چې د دوو یو بل سره مخالفو هېوادونو دا ډول ضد او نقیض برنامې د تفاهم په یوه سند کې ځایول که ناممکن نه وي، نو یقیناً ډېر مشکل کار دی.

نور خبرونه

رادیو