شننه؛

لیکوال: اسماعیل میاخېل

پاکستان یو ځل بیا زموږ پر خاوره تېری وکړ او بې‌ګناه افغانان یې شهیدان کړل. دا یرغل د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه ده. یو افغان ته هم دا عمل د منلو وړ نه دی.

د هېواد په اړه بې‌طرفي، بې‌تفاوتي ده او د خپل برخلیک سره سخته بې‌عدالتي ده. له خپلې خاورې دفاع او د ملي حاکمیت د نقض پر وړاندې غږ پورته کول په هیڅ ډول د طالبانو ملاتړ نه دی بلکې دا د ملت ملي مسؤلیت دی. بې‌ له شکه چې د پاکستان وروستیو تېریو ته افغان ولس د کلکو ملي احساساتو په ښودلو سره ځواب ووایه.

‏خو اوس اصلي پوښتنه داده: هغه طالبان چې د پاکستان په سیاستونو، ملاتړ او روزنه لوی شوي دي، له دې پېښې څه زده کوي؟ ایا دوی به د ولس غبرګون ته د خپل ملاتړ رنګ ورکوي او دا پېښه به د خپلې ډلې د بقا او د خلکو پر ضد د سرکوب د پیاوړتیا وسیله وګرځوي، که له دې تراژیدۍ به د ملي تفاهم، مشروعیت او د سولې لور ته د تګ فرصت واخلي؟

‏دا ډېره روښانه ده چې پر کابل، کندهار، پکتیکا، خوست، پکتیا او نورو سیمو د پاکستان بریدونه د طالبانو تګلارو، انزوا او بې‌مسؤلیتۍ مستقیمه نتیجه ده. لکه څنګه چې تېرو دوو لسیزو کې هر برید، هر بمبار او هرې چاودنې ریښه د همدې ډلې په تګلارو کې موندل کېږي.

‏په دې کې هیچ شک نه شته چې وژنې، شکنجه او وېره خپرول د ځواک نښه نه ده؛ بلکې د تدبیر او مشروعیت نشتون نښه ده. افغانان باید نور د نیابتي جګړو وسیله ونه ګرځي؛ افغانستان باید د ملي ارادې پر بنسټ یو مشروع، سوله‌محور او متوازن نظام ولري. دا د هر سیاستوال، هر مشر او هر افغان ملي مکلفیت دی.

‏موږ نه د پرون زخمونه هېرولی شو، او نه د نن ظلم زغملی شو. افغانستان ته دایمي سوله، مشروع نظام او د ولس د ارادې څرګند استازی نظام پکار دی دا یوازې سیاسي شعار نه، بلکې د هر افغان ملي وجدان او مسؤلیت دی.

اوس د افغانستان د سیاسي او ټولنیزو قشرونو پر غاړه دا مسؤلیت دی چې د ملي حاکمیت د دفاع تر څنګ، د یوې نوې تګلارې لپاره ګډ کار وکړي. د مشروع نظام بنسټ د ولس پر اعتماد، د قانون حاکمیت او د سولې پر عدالت ولاړ وي، نه د تاوتریخوالي پر سیاست. که دا ملت وتوانېږي چې خپل سیاسي اختلافونه د ملي ګټو پر محور حل کړي، نو هېڅ بهرنی ځواک به بیا د افغانستان د سرحدونو د سپکاوي جرات ونه‌لري.

نور خبرونه

رادیو