لیدلوری

د معاصرې ډیپلوماسۍ رښتینی مخ

۲ ورځې مخکې

مقدمه
اته کاله د وزیر او اوس په اروپا کې د افغان سفیر په توګه دنده ترسره کوم او له نړیوالې ټولنې سره مې مستقیم تعامل درلود. په دې برخه کې مې زده‌کړې کړې او د نړیوال سیاست ژوره پېژندګلوي لرم. ما په دې بهیر کې ولیدل چې د نړیوالې دیپلوماسۍ د لوري ټاکونکي اصول اوس په ژور بدلون کې دي.

ګډ باور، کلتور، ژبې او جغرافیايي نږدېوالی یو وخت د دوه‌اړخیزو او څو اړخیزو اړیکو اساسي ستنې وې، خو اوس په دې برخه کې هغه پخوانی اغېز نه لري. په اوسنۍ نړۍ کې دیپلوماسي د ستراتیژيکو ګټو، اقتصادي ځواک، مسلکي مهارت او ګډو ګټو پر اساس مخ ته ځي. اوسنی نړیوال نظم د احساساتو پر ځای پایلو ته لومړیتوب ورکوي او د هیوادونو په اړه د هغوی د ایډیالانو په اړه نه، بلکې د لاس ته راوړنو په اړه قضاوتونه کېږي.

د عملي‌ سیاست غوړېدل: مهارت تر احساس غوره دی
پخوا ډېرو هیوادونو د ګډو باورونو، کلتوري میراثونو یا سیمه ییزې راشه درشه پر بنسټ دیپلوماتیکې اړیکې رامنځته کړې دي، خو په یوویشتمه پېړۍ کې د اغېزناکې دیپلوماسۍ لپاره یوازې دا برخې بس نه دي. موډرن هیوادونه او معاصره دیپلوماسي اوس لاندې مسایلو ته لومړیتوب ورکوي:

اقتصادي فرصتونه: بازارونو ته لاسرسی، سوداګریزه تنوع او پانګونه.

سیاسي اغېز: پر سیمه‌ییزو او نړیوالو پرېکړو د اغېز لپاره ستراتیژیک ائتلاف.

دفاعي همکاري: ګډې پوځي هڅې، د وسلو قراردادونه او امنیتي همغږي.

دین، ژبه او کلتور یو وخت د دیپلوماتیک ائتلاف جوړولو لپاره اساسي وسایل ګڼل کېدل، خو اوس یې د نړیوالو اړیکو په معاصر ډګر کې ثانوي حیثیت خپل کړی دی. په اوسنۍ دیپلوماسۍ کې تکیه پر عاطفي او ایډيالوژيکو اړیکو نه ده، بلکې ستراتيژيک فکر، د مذاکرې مهارتونه او بالمثل عمل ورته په کار دی.په دې چوکاټ کې بریالیتوب د ګډ هویت پر اساس نه، بلکې د وړتیاوو، ځان عیارولو او په نړیوال سټيج د اغېزناکۍ له مخې اندازه کېږي.

بالمثل عمل: د متناسب ځواب وړتیا

بالمثل عمل د معاصرې دیپلوماسۍ اساسي رکن دی. په دې کې ټينګار کېږي چې د هیوادونو د اقداماتو په ځواب کې دې متناسب او ستراتیژيک غبرګون وښودل شي. دا چاره د هیوادونو ترمنځ د تعادل او متقابل درناوي په ساتلو ټینګار کوي. د بالمثل عمل ځینې عملي بېلګې دا دي:
 د بالمثل عمل په توګه د دیپلوماتانو ویستل؛
 د غبرګون په ډول د ویزې یا سفر محدودیتونه وضع کول؛
 د متقابلو اقداماتو پر اساس اقتصادي محدودیتونه وضع کول؛

اود نویو نړیوالو ګواښونو په نظر کې نیولو سره، امنیتي او دفاعي ائتلافونه تنظیمول.

متقابل عمل په نړیوالو اړیکو کې د عدالت او ستراتیژيک توازن په ساتلو کې مهمه ونډه لري. د پاکستان او هند د وروستیو شخړو په څېر مواردو کې د دې اصل عملي تطبیق ډېر ښه په ډاګه شو. نن سبا په نړۍ کې د ځواک ډينامیک بدلېږي او جیوپولیټيکي پېچلتیاوې هم مخ په زیاتېدو دي، په داسې وخت کې متقابل عمل د سازګارۍ، عملي پرېکړو او د عادلانه تعامل پر ژمنتیا ډېر ټينګار کوي.

خلیجي عرب هیوادونه: له دښتو تر نړیوال سټېجه

د ترکیې ترڅنګ خلیجي عرب هیوادونه هم د معاصرې دیپلوماسۍ د مخ پر ودې میدان، په کلیدي لوبغاړو بدل شوي دي.

پخوا چې دا هیوادونه حاشیوي یا متکي لوبغاړي ګڼل کېل، اوس د ستراتیژيکو او مسلکي دیپلوماتیکو هلو ځلو په مرسته، په اغېزناکو نړیوالو لوبغاړو بدل شوي دي.

 سعودي عربستان

سعودي‌ عربستان په بین المللي شخړو کې ځان د بې طرفه منځګړي په توګه مطرح دی. لکه، د روسیې او اوکراین جګړه او همدارنګه د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د خبرو اترو د تسهیل پټې هلې ځلې. په کورنۍ برخه کې یې هم ځينې نوښتونه کړي دي. مثلاً د ۲۰۳۰ لرلید دا ښيي چې سعودي عبرستان د اقتصاد د موډرنولو او د نړیوال تصویر د بیارغولو تابیا نیولې ده. د دیپلوماسۍ له پلوه، سعودي عربستان له اسراییلو سره د اړیکو عادي کول، د فلسطین د خپلواک دولت په رسمیت پېژندلو پورې تړلي دي. دا اقدام د ریاض مخ پر ودې ستراتیژيکه خپلواکي ښيي.

سعودي عربستان نور په نړیوالو اړیکو کې غیرفعال عنصر نه دی، بلکې له اقتصادي ځواک، مذهبي مقام او سیاسي نفوذه په ګټې اخیستو، په نړیواله معاصره دیپلوماسۍ کې یې پر یوه مهم لوبغاړي بدل شوی دی.

قطر
قطر په بین المللي دیپلوماسۍ کې ځان د یوه خوځنده او اغېزناکه لوبغاړي په توګه ثابت کړی او د هیواد اندازې ته په کتو، یې تر تمې لوړ عمل کړی دی. قطر د نرم ځواک پر دیپلوماسي ټینګار کوي. له دې لارې یې خپلې اقتصادي سرچینې، رسنیز نفوذ او د نړیوالو بحثونو د تسهیل وړتیا په ښه ډول کارولې او له دې لارې یې د شخړو په حل او بشردوستانه نوښتونو کې مهمه ونډه لوبولې ده.

د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د خبرو منځګړتوب او د افغانستان، سوډان او غزې په د بحران د حل هڅو کې یې نقش د پام وړ دی. د دې ترڅنګ، په ۲۰۲۲ کال کې د فیفا نړیوال جام فوټبال سیالو د کوربه توب په لړ کې د نږدې ۲۰۰ میلیارده ډالرو پانګونه هم په معاصرو نړیوالو اړیکو کې د قطر اوږدمهالی فکر ښيي.

متحده عربي امارات
متحده عربي امارات د دې بېلګه ده چې څنګه واړه ملتونه د عمل محوره او ځيرکې دیپلوماسۍ په مرسته، په نړیوالو قوتونو بدلېدلای شي.

متحده عربي امارات چې یو وخت د تېلو له امله مشهور و، اوس یې د ستراتيژیکې پانګونې، د سیاحت او ټکنالوجۍ په پراختیا خپل نقش بدل کړی او په نړیوال سټېج یې ځان د یوه بې‌طرفه خو اغېزناک لوبغاړي په توګه مطرح کړی دی.

ترکیه

ترکیه ځان په یوه خوځنده سیمه‌ییز ځواک بدل کړی او د معاصرې دیپلوماسۍ په پېچومو کې خپله لاره پيدا کوي.

ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ داسې ستراتیژيک بهرنی سیاست خپل کړی چې تمرکز یې په عمل محورۍ او سیمه‌ییز اغېز دی. ترکیه د اروپا او منځني ختیځ پر څلورلارې پروت هیواد دی، له خپل ځانګړي جیوپولټیک موقعیت یې په بحرانونو کې د منځګړي او ثبات راوړونکي ځواک په توګه ګټه اخیستې او خپل ملي اهداف یې هم مخ ته وړي دي.

د تورې بحیرې د غَلو نوښت د انقرې موقف د باوري منځګړي په توګه لا ډېر پیاوړی کړ، ځکه د روسیې او اوکراین د جګړې پر وخت دغه نوښت د حیاتي صادراتو امکان برابر کړ. په عین حال کې، ترکیې په منځنۍ اسیا، بالکان او سویلي قفقاز کې خبل نفوذ پراخ کړی او د ناټو د کلیدي غړي هیواد په توګه پاتې شوې.

دې هیواد پر عمل محوره رهبرۍ او د څواړخیزه تعامل د تمرکز په لړ کې وښودله چې څنګه یو هیواد په معاصره دوره کې خپل نړیوال موقف بېرته له سره تعریفولای شي.

دې هیوادونو وښودله چې په معاصره دیپلوماسۍ کې اغېز په ګډ هویت نه، بلکې په اقتصادي وړتیا، دیپلوماتیک تخصص او سیمه‌ییز اهمیته سرچینه اخلي.

ستراتيژيک سټیج: منځنی ختیځ او نړیوال اغېز

په منځني ختیځ کې وروستیو تحولاتو وښودله چې دیپلوماتیک پوخوالی او ستراتيژيک لیدلوری څنګه نړیوال سیاست بیاجوړوي.
 ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د ستراتیژيکو خبرو اترو په په پایله کې، د سوریې او احمد الشرع اړوند مسایلو په شمول، له امریکا ځينې امتیازات ترلاسه کړل. هغه ښکاره ټينګار وکړ چې له اسراییل سره د اړیکو عادي کولو کې باید د فلسطین دولت به رسمیت پېژندل هم وي.

دا هغه موقف و چې پر ابراهیم تړون Abraham Accords یې د پام وړ اغېز وکړ.

قطر له بوینګ شرکت نه د نږدې ۲۰۰ میلیارده ډالرو په ارزښت ۱۶۰ الوتکې وپېرلې چې د یاد شرکت په تاریخ کې تر ټولو لویه سودا وه. دې تاریخي تړون نه یوازې د قطر او متحده ایالاتو ترمنځ اړیکې تقویه کړې، بلکې د اقتصادي دیپلوماسۍ د ستراتيژیکې کارونې یوه بېلګه هم وه.

دا ډول تړونونه نه یوازې سمبولیکې نښې نه دي، بلکې له نړیوالو پایلو سره مل محاسبه شوې ستراتیژيکې پانګونې دي.

د نویو راپورته کېدونکو ځواکونو درسونه: تعلیم، مهارت او ستراتیژي

له جګړې راوتلي او نوي راپورته کېدونکي هیوادونه که پر خپل تاریخي هویت له تمرکزه را تېرېږي، نوې دیپلوماتکي ستراتيژۍ خپلوي او پر نړیوال سټېج ځان تر بریا رسوي، نو باید له نویو را پورته کېدونکو ځواکونو درس واخلي او لاندې حیاتي وړاندیزونه عملي کړي:
 اغېزناکه رهبري د ملتونو او سازمانونو په برخلیک ټاکلو کې مهمه ونډه لوبوي. د داسې رهبرانو ټاکل اړین دي چې خپل ملت ته لاره ښودلای او خپل دولت داسې لوري ته وړلای شي چې نوې دیپلوماتیکي ستراتیژۍ راخپلې او عملي کړي.

همدارنګه دا رهبران د دې وړتیا ولري چې خپل ملت او لاس لاندې کسان سره متحد کړي او پر نوي نسل پانګونه وکړي. دا نوی نسل به بالاخره د دې ستراتیژیو د اصلي عملي کوونکو په توګه کار کوي.

داسې دیپلوماتان باید پيدا شي، وساتل شي او پرله پسې وروزل شي چې د مذاکرې په پرمختللیو تکنیکونو پوه وي، له ټکنالوجیکو نوښتونو سره بلد وي، په اقتصادي پالیسیو پوه وي او په نړیوالو حقوقو کې پراخ تخصص ولري.

دیپلوماتان باید د مسلکي وړتیا او معیار پر اساس وټاکل شي او مسلکي وړتیا پر سیاسي تمایل لومړۍ وګڼل شي.

د بهرني سیاست تمرکز باید پر ملي ګټو وي او له ایډیوالوژيکو تړونونو پورته وګڼل شي چې ستراتيژيک امتیازات ترلاسه شي.

رسمي کتنې او په نړیوالو فورمونو کې ګډون باید داسې وشي چې د سوداګریزو تړونونو، ټکنالوجیو همکاریو او تعلمي مشارکت په څېر واضح پایلې ترې ترلاسه شي.

سره د دې چې د ډېرو هیوادونو بودیجه محدوده ده، خو د قطر په څېر بېلګې ښيي چې، ستراتیژیکه دیپلوماسي وړو هیوادونو ته هم دا امکان ورکوي چې خپل نړیوال نفوذ پراخه کړي.

پایله: واقعیت تر مفکورې لوړ دی

موږ په نړۍ کې د واقع بینانه نړیوال نظم شاهدان یو چې مفکوره یا ایډيالوژي پکې خپل ځای ګټو ته پرېږدي.

اوس ملتونه د تاریخي یا عاطفي اړیکو پر اساس نه پېژندل کېږي، بلکې د ګټورو متقابلو ستراتیژيکو شراکتونو پر اساس پېژندل کېږي او دا، د تېر پر ځای اوس او راتلونکي ته لومړیتوب ورکوي.

په دې خوځنده دیپلوماتیک چاپېریال کې د دوامداره بري لپاره د متقابل عمل اصول، تخصص او محاسبه شوی تعامل اړین دي.

د ډیپلوماسۍ راتلونکي رهبران به هغوي نه وي چې په خپل رواج او فرهنګ کې نښتي وي، بلکې هغوی به وي چې نتیجه محوره تګلاره مخ ته ځي او په راتلونکي محوره ستراتیژيو سنبال وي.

ماخذونه:
۱. Nye, J. S. (2004). Soft Power: The Means to Success in World Politics. PublicAffairs.
۲. Kissinger, H. (1994). Diplomacy. Simon & Schuster.
۳. Al Jazeera News. (2023). سعودي عربستان د اسراییلو سره د اړیکو عادي کولو دمخه د فلسطین د دولت غوښتنه وکړه. له www.aljazeera.comنه ترلاسه شوی
۴. The Economist. (2024). څنګه د خلیج هیوادونه د ډیپلوماسۍ ځواکمنو هېوادونو ته واوښتل.
۵. Foreign Policy. (2023). د قطر ۲۰۰ میلیارد ډالري بوینګ تړون د سیمه‌ییز نرم ځواک ښکارندوی دی.
۶. The Guardian. (2023). په ارامه ډیپلوماسۍ کې د عمان او اردن رول.
۷. BBC News. (2024). د افغانستان بیا رغونه: سیمه‌ییز لوبغاړي او د دوی ډیپلوماټیک رولونه.
۸. Carnegie Endowment for International Peace. (2022). The Strategic Evolution of Middle Eastern States.
۹. United Nations Institute for Training and Research (UNITAR). (2023). Modern Diplomatic Practice and Negotiation Skills.

نور خبرونه

رادیو