تیره اونۍ د افغانستان او پاکستان تر منځ پرتو د ډیورنډ د کرښې د پاسه او دواړو خواوو ته اوسیدونکو ولسونو لپاره خونړۍ وه. د پاکستاني پوځ او د طالبانو د امارت د ځواکونو تر منځ جګړه هغه وخت پیل شوه چې د پاکستان الوتکو په کابل، کندهار او ځینو نورو ځایونو توغندي او بمونه وغورځول.

د پاکستان حکومت ادعا وکړه چې د هغوی دولتي ځواکونو دغه بریدونه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په پټو ځایونو باندې کړي دي، ځکه چې د دوی د وینا سره سم ټي ټي پي له د دغو ځایونو نه په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو پلان جوړوي او بیا یې د عملي کولو لپاره پاکستان ته ننوځي.

د پاکستان او د طالبانو تر منځ دا جنجال نوی نه دی، خو دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې پاکستانی الوتکو په کابل برید کړی دی. سبا یې طالبانو د پاکستان څخه د هوایي بریدونو د غچ اخستلو په موخه په شمال کې د کونړ نه تر جنوب پورې د هلمند او پنځو شپږو نورو ولایتونو نه د ډیورنډ د کرښې بلې خوا ته د پاکستان په پوځي چوکیو او مرکزونو بریدونه وکړل، چې په نتیجه کې یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو یو شمېر کسان مړه او ژوبل شول.

د دې ځواب کې پاکستان هم په افغانستان کې حملې او هوایي بریدونه وکړل چې د طالبانو ځواکونو ته هم یو شمېر تلفات واوښتل. د چارشنبې په ورځ د قطر، سعودي عرب او ځینې نورو اسلامي هیوادونو په غوښتنه افغانستان او پاکستان د اتلسو ساعتونو لپاره اوربند ومنلو. خو وروسته چې د ټي ټي پي پورې تړلو افرادو په شمالي وزیرستان کې بریدونه وکړل او د پاکستان پوځ یوولس کسان مړه شول، نو د پاکستان پوځ د اوربند د لوظ سرغړونه وکړه او یوځل بیا د پاکستان الوتکو د پکتیکا په ارګون کې هوايي برید وکړ چې د کرکټ د څو لوبغاړو په ګډون ډېر نور ملکي کسان مړه او ژوبل شول.

خو د قطر، ترکیې او نورو اسلامي هیوادونو په هڅو اوربند اتلس ساعته نور تمدید شو، او د شنبې په ورځ ناوخته د دواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په مشرۍ دواړو خواوو خبرې وکړې. په دې خبرو کې د قطر د ځینو دولتي مقاماتو ترڅنګ د ترکیې د استخباراتو رییس هم ګډون درلود. په پای کې دواړه خواوې په اوربند موافقې شوې او پرېکړه یې وکړه چې د اوربند د دوام او د دواړو هیوادونو د خپلمنځنیو مسایلو د حل لپاره به د یوه میکانیزم جوړولو په موخه بله غونډه د اکتوبر د میاشتې په پنځویشتمه نېټه په ترکیه کې ترسره شي.

اوس سوال دا دی چې ایا د افغانستان او پاکستان تر منځ په دوحه کې شوې اوربند به پایښت ولري او که نه؟ بل دا سوال هم اهمیت لري چې د دواړو هیوادونو تر منځ د موجودو مسایلو د حل امکانات څومره روښانه دي؟

داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت او د طالبانو امارت دواړه د اوربند په مراعاتولو کې جدي دي او په اسانۍ به د اوربند نه سرغړونه ونه کړي، ځکه دواړې خواوې له قطر او ترکیې سره ژور مناسبات لري. که کوم فریق د اوربند د تړون نه سرغړونه وکړي، نو نه یوازې د قطر او ترکیې په وړاندې به ګرم شي، بلکې د ټولې نړۍ سترګې به ورته واوړي.

خو ستونزه په تبلیغاتي جګړه کې ده، کومه چې په اسانۍ نه بندېږي. دواړې خواوې په خواله رسنیو کې د یو بل په ضد ډیرې لافې، شافې او تحریک امیز تبلیغات کوي، چې په واکمنانو فشار زیاتوي او د غیرمعقوله پرېکړو زمینه برابروي.

تر کومه ځایه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د مسایلو د حل خبره ده، نو دا بیا د ناممکن تر حده پورې ګرانه ده. که څه هم د پاکستان او د طالبانو په مناسباتو کې کړکېچونه منځ ته راغلي، خو موږ ټول په دې ښه خبر یو چې د پاکستان او طالبانو تر منځ اړیکې اوږد شالید لري. پاکستان په طالبانو ډېره پانګونه کړې، دوی یې ساتلي، روزلي او پاللي دي. له همدې امله په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې پاکستان د طالبانو د دویمې واکمنۍ هرکلی وکړ.

په تېرو دریو کلونو کې پاکستان په پرله پسې توګه ویلي چې ټي ټي پي په افغانستان کې پټ ځایونه لري او له هغه ځایه پاکستان ته د پوځ پر ضد بریدونو لپاره ننوځي. طالبان وايي چې ټي ټي پي په دوی پورې اړه نه لري او دا د پاکستان داخلي مساله ده چې باید خپله یې حل کړي.

چا چې د دې مسایلو شالید تعقیب کړی، هغوی پوهېږي چې دواړه خواوې عامه افکارو غولول غواړي او رښتیا نه وايي. اخر دا د ټي ټي پي غړي څوک دي؟ دا د پاکستان تابعیت لرونکي طالبان دي چې شل کاله یا زیات وخت یې په افغانستان کې له طالبانو سره د امریکا او د افغانستان د جمهوریت ځواکونو په ضد جګړه کړې ده. د پاکستان حکومت تر سترګو لاندې دوی د ډیورانډ په کرښې د جګړې لپاره تلل او راتلل، خو پاکستاني پوځ پرې سترګې پټې کړې وې.

په دې برسیره، د دې واقعیت اسناد هم موجود دي چې په کال ۲۰۲۱ کې د عمران خان د لومړي وزارت په دوره کې د پاکستان د پوځ د هغه وخت لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د ای ایس ای رییس جنرال فیض حمید په ابتکار د پاکستان حکومت پرېکړه وکړه چې زرګونه د ټي ټي پي غړي له افغانستان نه راولي او د کورنیو د بیا مېشتولو لپاره یې ملیاردونه کلدارې بودجه هم تخصیص شوې وه.

طالبان چې په ټي ټي پي ځان ناګاره کوي، رښتیا نه وايي، ځکه په کال ۲۰۰۷ کې د ټي ټي پي د جوړېدو نه مخکې دغه پاکستاني طالبان د افغان طالبانو د واحدې ایډیالوژۍ غړي وو او د یوه امیر نه یې بیعت کړی و. کله چې ټي ټي پي د استخباراتي، جنګي او سیاسي اړتیاوو پر اساس جوړه شوه، نو په ایډیالوژۍ یا د امیر په بیعت کې کوم توپیر رانغی. نو بیا دوی څنګه پردي او د طالبانو له ډسپلین نه بهر کیدای شي؟

خو دا مساله یو نړیوال اړخ هم لري: په پاکستان کې د ټي ټي پي او داعش خراسان د فعالیت په نتیجه کې د چین او پاکستان تر منځ د کال ۲۰۱۴ نه جوړېدونکي تجارتي کاریدور جوړېدل اغیزمن شول، پاکستان په خپل هیواد کې په کار بوخت چینایي کارمندان د ترهګرو د بریدونو نه ونه ژغورلای شول، او د دې تازه جګړې نه وروسته په نږدې راتلونکې کې د چین، پاکستان او د طالبانو د امارت تر منځ د درې اړخیزې همکارۍ پروسه هم بنده شوه، چې چین پرې ډېره هڅه کړې وه. نو اوس ځکه پاکستان او طالبان خپله واوره د یوه بل پر بام اچوي، چې د چین د دغه منفي پرمختګ مسوولیت پر بل ورواړوي.

نور خبرونه

رادیو