په واشنګټن کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي، چې نه د افغان طالبانو ملاتړ پرېکړه سمه وه، او نه به له هغوی سره بېځایه دښمني او مخالفت د پاکستان په ګټه تمام شي.
د حقاني په وینا، ګاونډیان نه شي بدلیدلی او له هغوی سره د ګډې لارې ټاکل هوښیارۍ او تدبیر ته اړتیا لري.
حسین حقاني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې دا مهال د طالبانو او د پاکستاني پلاوي ترمنځ په استانبول کې خبرې روانې دي او تر اوسه د دغو خبرو پایلې لا معلومې نه دي.

