المرصاد: په پېښور کې د داعش خراسان یو مهم مسوول ترور شوی دی

۱۵ ساعتونه مخکې

د طالبانو اړوند «المرصاد» رسنۍ د سې‌شنبې په ورځ په پېښور کې د نصرت په نوم چې په «پهلوان موسی او ابو ذر» مشهور و، د ناپېژندو وسله والو له لوري له ترور کېدو خبر ورکړی دی. المرصاد وايي، دغه کس د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو په اوږدو کې په کابل کې ځينې بریدونه هم پلان کړي و.

د طالبانو اړوند رسنۍ «المرصاد» وايي، دغه کس چې د داعش خراسان څانګې یو له مهمو کسانو و، په پاکستان کې یې د «پهلوان» په نوم د داعشیانو د یوه مهم مرکز مشري هم کوله.

سرچینه زیاتوي: «نوموړي په ښاري او چريکي جګړو کې مهارت لاره او په بهرنيو هېوادونو کې يې افراد هم روزل.»

د پاکستان امنیتي بنسټونو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې وړ ده، چې د تلې په ۲۰مه د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و، پاکستان په خپله خاوره کې د داعش پروژې پر موجودیت او پټنځایونو سترګې پټې کړي او د هغو په وسیله خپل دیني علماء او خلک وژني او همداراز د افغانستان او هم د نړۍ امنیت او ثبات پرې ګواښي او په باور یې «پاکستان خطرناکه لوبه پیل کړې ده.»

د مجاهد په وینا، داعش په پاکستان کې مرکزونه لري او له نورو هېوادونو استخدام شوي کسان د پاکستان له لوېدیځې پولې او د کراچۍ او اسلام اباد له هوایي ‌‌‌ډګرونو خپلو یادو مرکزونو ته لېږدوي او له روزنې وروسته بیا یې افغانستان او نورې نړۍ ته د ترهګریزو بریدونو په موخه استوي.

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي: «زموږ د اطلاعاتو له‌مخې د داعش د خراسان څانګې مشر شهاب المهاجر او د ده نږدې همکاران عبدالحکیم توحیدي، سلطان عزیز عزام او د داعش له مرکزي څانګې سره د اړیکو تنظیموونکی او په اصطلاح د مکتب صدیق مسوول صلاح الدین رجب د پاکستان په خاوره کې موجود دي، افغانستان په جدي توګه غوښتنه کوي چې دا اشخاص باید طالبانو ته وسپارل شي.»

مجاهد همداراز له پاکستان څخه غوښتي، که یاد کسان دوی ته نه سپاري نو لږ تر لږه دې باید له خپلې خاورې وباسي او په دې توګه دې خپل مسوولیت ترسره او خپلې ژمنې پوره کړي.

نور خبرونه

رادیو