د بېځایه شویو نړۍوال سازمان په کوالالمپور کې د سولې د تړون هرکلی کړی. د دغه سازمان سفیر محمد اشرف حيدري له ټرمپ غوښتي، د افغانستان په ګډون دې د هغو هېوادونو کړکېچ ته هم پام وکړي چې له امله یې مېلیونونه خلک بېځایه شوي دي.
د بېځایه شویو نړۍوال سازمان دوشنبه (د لړم ۵مه) په یوې خبرپاڼه کې لیکلي، په کولالمپور کې د سولې د تړون هرکلی کوي او دوی دغه کار ستايي چې د مالیزیا لومړي وزیر انور ابراهیم په کوربهتوب او د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په منځګړتوب د ټایلنډ او کمبوډیا لومړيو وزیرانو ترمنځ د پولې په اړه د شخړو ستونزه حل شوه.
خبرپاڼه کې راغلي:« ټرمپ دې د نورو هېوادونو کړکېچونو ته هم پام وکړي، لکه افغانستان چې مېلینونه خلک یې بېځایه شوي، په نورو هېوادونو کې ژوند کوي او برخلیک یې هم روښانه نهدی.»
دغه سازمان له ټرمپ غوښتنه کړې، چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې دې افغانستان ته لومړیتوب ورکړي. د یاد سازمان په وینا؛ په افغانستان کې د نړۍوالې همکارۍ له لارې د مشروع حکومت جوړول او د بېځایه شویو خلکو ستونزو ته پاملرنه ترټولو مهمه موضوع ده.
د بېځایه شویو سازمان سفیر محمد اشرف حيدري ویلي، چې نن ورځ په نړۍ کې د جګړو، تعقیب او بېثباتۍ له امله تر ۱۲۲مېلیونو ډېر خلک بېځایه شوي او له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
ښاغلی حیدري زیاتوي:« د کوالالمپور د سولې تړون وښودل، چې پیاوړې ډيپلوماسي کولای شي جګړه ودروي او مېلیونونه خلکو ته په سوله او امنیت کې د ژوند کولو زمینه برابره کړي.»

