میاخیل: اسلام‌اباد د خپلو ستونزو پټولو لپاره پر افغانستان د دروغو تورونه لګوي

۲ ساعتونه مخکې

د پخواني جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخیل ویلي، چې پاکستان اوس له هماغه سخت‌دریځۍ او ترهګرۍ سره مخ دی، چې کلونه یې خپله روزلې او د هغې له لارې یې له نړیوالې ټولنې مرستې ترلاسه کړې دي.

میاخیل زیاتوي، اسلام‌اباد د خپلو سیاسي او امنیتي ستونزو د حل پر ځای د پلمو جوړولو او پر افغانستان د دروغو تورونو لاره خپله کړې ده.

شاه محمود میاخیل پر فیسبوک‌پاڼه لیکلي پاکستان د «ترهګرۍ پر ضد جګړې» پر مهال له امریکا سره دا ژمنه کړې وه چې د خپلو پولو دننه د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کوي، خو د وړتیا او سرچینو له کمښت سره مخ دی.

هغه زیاته کړې، دغه هېواد د سړې جګړې او د ترهګرۍ پر ضد جګړې دواړو پر مهال له پراخو امریکایي مرستو برخمن شو، خو اوس چې دا ملاتړ کم شوی، د هماغو ډلو له ګواښ سره مخ دی چې پخپله یې رامنځته کړې وې.

میاخیل ویلي، پاکستان اوس د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي)، داعش خراسان او لشکر طیبه په څېر ډلو له خطر سره مخ دی، هغه ډلې چې د اسلام‌اباد د پخوانیو ستراتیژیو زېږنده دي.

هغه په خپلو څرګندونو کې د پاکستان دننه د سیاست، اقتصاد او امنیت ګډوډ وضعیت ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د اسلام‌اباد مشرتابه د دې پر ځای چې خپل کورني بحرانونه حل کړي، هڅه کوي د عامو خلکو پام له ستونزو واړوي او د افغانستان پر ضد جعلي ادعاوې خپرې کړي.

میاخیل ټینګار کړی، د تحریک طالبان پاکستان مرکزونه د ډیورنډ کرښې په هغه غاړه دي چې د پاکستان تر کنټرول لاندې ده، نه د افغانستان په خاوره کې، خو اسلام‌اباد هڅه کوي خپله ناکامي پر ګاونډي هېواد ور واچوي.

نور خبرونه

رادیو