په خوست کې د صنعتي پارک د جوړېدو چارې پيل شوې

۱۰ ساعتونه مخکې

طالبانو په خوست ولایت کې د صنعتي پارک د جوړېدو چارې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل کړې.

د خوست د صنعت او معادن اطاق مشر ګل ‌زالي جانان ‌زوی وايي چې دا مهال په خوست کې نږدې ۱۵۰ فابريکې فعاله دي او د نوي صنعتي پارک په جوړېدو سره به تر ۲۰۰ فابريکې په منظم ډول ځای پر ځای شي.

د طالبانو د خوست ولایت والي رسنیز دفتر نن سې شنبه، د لړم ۶مه، په اېکس‌پاڼې لیکلي، ددې ډلې د خوست والي عبدالله مختار د مراسمو پر مهال ویلي چې دا د هېواد د پرمختګ او ځان‌بسیاينې پر لور يو مهم ګام بللی دی.
نوموړي زیاته کړه، چې طالبان د هېواد د صنعتي سکټور د ودې لپاره جدي هڅې کوي او له کورنيو او بهرنيو پانګوالو يې وغوښتل، چې په خوست صنعتي پارک کې پانګونه وکړي.
هغه ډاډ ورکړ، چې دوی به له پانګوالو سره هر ډول همکاري کوي.

د طالبانو د خوست د صنعت او سوداګرۍ رییس شمس‌الاحمد برکتيار وویل، د صنعتي فابريکو جوړېدل به د هېواد د تولیدي سکټور د پیاوړتیا او د وارداتو د کمېدو سبب شي.

د خوست سوداګر وايي چې دا پارک به د برېښنا، لارو، اوبو او نورو اړینو خدماتو له برابرېدو وروسته د خوست د تولیدي سکټور لپاره يو ستر اقتصادي بدلون رامنځته کړي.

نور خبرونه

رادیو