ندامحمد ندیم له زده‌کړیالانو غوښتي چې خپل وخت ته ارزښت ورکړي او زیار وباسي

۱۱ ساعتونه مخکې

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د پوهنتون زده کړیالانو ته په خطاب کې ویلي، چې خپل وخت ته ارزښت ورکړي او زیار وباسي.

ندیم همدراز، د علم پر ارزښت ټينګار کړی دی او په دې برخه کې یې د توجو غوښتنه کړې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د ملي ټلویزیون د خبر له مخې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم په فراه پوهنتون کې د ۵۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د یو شمېر پروژو د پرانیستې سربېره په دغه پوهنتون کې یوې سترې غونډې ته وینا وکړه.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر پر داسې مهال د علم د زده‌کړې پر ارزښت ټینګار کړی، چې د همدې ډلې له لوري په تېرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې میلیونونه نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو او لوړو زده کړو ته له تګ محرومې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو