د ایران د بهرنیو اتباعو او کډوالو چارو مرکز رییس یاراحمدي وايي، د افغان وګړو د مهاجرت د کنټرول د طرحې په لومړي پړاو کې ټاکل شوې چې ۵۰ سلنه کډوال په ایران کې پاتې شي څو په راتلونکو پړاوونو کې د مهاجرتونو د ښه مدیریت زمینه برابره شي.
یاراحمدي په تهران کې د ایکو د اقتصادي همکاریو غونډې ته وویل، چې د روان کال له پیل راهیسې تر اوسه له یو میلیون او ۴۵۶ زرو زیات کسان له ایران نه وتلي، چې شاوخوا ۲۵ سلنه کډوال جوړوي.
نوموړی وايي، په همدې شمېر ناقانونه مهاجرین اوس هم په ایران کې دي، چې د وتلو په حال کې دي.
نادر یاراحمدي د اقتصادي همکاریو سازمان یا ایکود غړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیرانو په څلورمه غونډه کې د یاد سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې هیله لري د غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي همکاري وکولای شي د مهاجرتونو بهیر په کنټرول شوې بڼه اداره کړي.
د نوموړي په وینا، د مهاجرت یوه برخه د غیر اقتصادي عواملو، لکه د سیمې په ځینو هېوادونو، په ځانګړي ډول افغانستان کې د جګړو له امله رامنځته شوې خو د دې حالت دوام اوس تر ډېره له اقتصادي ستونزو سره تړاو لري.
یاراحمدي وویل چې وروستيو مهاجرتونوه د سیمې په هېوادونو کې د نفوس په جوړښت کې ستر بدلونونه راوستي دي.
هغه وویل، چې دا مهال شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال په ایران کې مېشت دي او له دې ډلې د ۲۶ سلنه کورنیو سرپرستانې ښځې دي.

