د طالبانو تر واک لاندې د ننګرهار وادې کرنيز دولتي شرکت د ثمر خېلو د کبانو روزنې په فارم کې تازه څلور ډوله کبان روزلي، چې ۹ ټنه به يې ډېر ژر بازار ته په وړ بيه عرضه شي.
د شرکت د تخنيکي چارو ریيس حکمت الله معروف وايي چې په ثمر خېلو کې په ۳۷ جريبه ځمکه ۴۷ د کبانو روزنې ډنډونه لري.
د طالبانو د ننګرهار والي رسنیز دفتر نن سې شنبه، د لړم ۶مه، پر اېکس لیکلي د ننګرهار وادې کرنيز دولتي شرکت مسوولین وايي چې په راتلونکې کې به د کبانو ترویج او فارمونو د جوړولو ته لا زياته پاملرنه وکړي.

