د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د «ایکو» سازمان د ناستې په څنډه کې له ابراهیم صدر سره لیدلي

۷ ساعتونه مخکې

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سید محسن نقوي د طالبانو د کورینو چارو وزارت امنیتي معین ابراهیم صدر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ شته اختلافونه د «کورني اختلاف» په څېر دي او باید د خبرو له لارې حل شي.

نقوي دا څرګندونې د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) د وزیرانو د ناستې په څنډه کې کړې دي.

هغه دا خبرې په داسې حال کې وکړې، چې خپل لاس یې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د امنیتي مرستیال ابراهیم صدر پر اوږه اېښی و.

نقوي وویل: «په هر کور کې اختلافات وي، موږ هم ورته یو او خپلې مسلې د خبرو له لارې حل کوو.»

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي، چې د دواړو لوریو اړیکې د وروستیو خونړیو نښتو او د ترهګرو د فعالیتونو په تړاو د سختو خبرو او ناندریو له امله ترینګلې شوې دي.

د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته ویلي، چې پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي.

د سرچینې په وینا، پاکستانی پلاوی ټینګار کوي چې طالبان دې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه دې یوه ترهګره ډله اعلان کړي.

خو د سرچینې په خبره:«زموږ دریځ دا دی چې موږ ټي‌ټي‌پي د مسوولې ډلې په توګه نه پېژنو او دا د پاکستان داخلي مسله ده. د افغانستان له خاورې هېچاته زیان نه رسېږي او نه هم موږ چاته دغه اجازه ورکوو.»

سرچینه وړاندې زیاتوي: «د پاکستان مذاکراتي پلاوی ټینګار کوي؛ که په پاکستان کې ټي‌ټي‌پي برید کوي، نو پاکستان هم حق لري، چې که په افغانستان کې یې د ټي‌ټي‌پي مشکوک حرکات وموندل؛ نو هوایي برید پرې وکړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په استانبول کې د طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې اترې د درېیمې ورځې لپاره هم له کومې هوکړې پرته پای ته رسېدلې دي. د دواړو لوریو چارواکو تر دې وړاندې «اسوشېټېډ پرېس» خبري اژانس ته ویلي و، چې له څو ساعتونو خبرو وروسته هم کومه څرګنده پایله یا ګډه اعلامیه نه ده خپره شوې.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د اکټوبر په ۱۹مه په دوحه کې د قطر په کوربه‌توب ترسره شوی و، چې په پای کې دواړو خواوو د اوربند پر سر هوکړه کړې وه.

نور خبرونه

رادیو