پاکستاني چارواکي: ترکیه کې د طالبانو مذاکراتي پلاوي بشپړ واک نه‌لاره

۱۳ ساعتونه مخکې

ډان ورځپاڼې په ترکیه کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په تړاو د خپل هېواد د ښکېلو چارواکو له قوله لیکلي، چې له کابل نه تللی پلاوی د مسایلو په تړاو بشپړ واک نه‌لري. راپور وایي، د مذاکراتو په منځ کې به د‌ طالبانو استازي دباندې وتل او کندهار سره یې اړیکې نیولې.

د پاکستان د امنیتي سرچینو په وینا؛ د یکشنبې په ورځ د مذاکراتو‌ دویمه ورځ ۹ساعتونو ته اوږده شوه او تر نیمې شپې یې دوام وکړ. ویل شوي، چې پاکستان خپله وروستۍ پرېکړه طالبانو ته سپارلې او ورته یې روښانه کړې چې د حل یوازینۍ لاره د افغانستان دننه د دوی ضد وسله‌والو ډلو پر ضد اقدامات دي.

پاکستاني چارواکي خبرداری ورکړ، چې د طالبانو اوسنی دریځ «د افغانستان تر څنګ د پاکستان او سیمې په ګټه نه‌دی.»

ورځپاڼه لیکي، د مذاکراتو‌ په دویمه ورځ د پرمختګ هیلې موجودې وې؛ خو د طالبانو له لوري د لیکلي تضمین څخه انکار دغه بهیر بیا ګډوډ او نیمګړی پرېښود. د پاکستاني چارواکو په وینا؛ د طالبانو پلاوی چې له کابل او کندهار یې لارښوونې ترلاسه کولې، د پرېکړې کولو بشپړ واک یې نه‌لاره.

پاکستاني چارواکو دا هم ویلي، چې د خبرو پر مهال طالبانو وړاندیز وکړ چې اسلام‌اباد دې له ټي‌ټي‌پي سره مخامخ خبرې وکړي؛ خو له اسلام اباد نه ورغلي پلاوي یې دغه غوښتنه رد کړې ده. د راپور له مخې؛ د پلاوي یو غړي ورته ویلي: «موږ له یوې ترهګرې ډلې سره خبرې نه کوو او د ټي‌ټي‌پي ختمول د طالبانو مسوولیت دی.»

د پاکستاني پلاوي غړو زیاته کړې، چې اسلام‌اباد چمتو دی د خپلو خلکو د «امنیت لپاره هر ډول بیه پرې کړې؛ څو د افغانستان له خاورې پېښ شوی ګواښ له‌منځه یوسي.» دغه خبرداری یې هم ورکړی، چې د طالبانو د نه‌منلو تګلارې یا هم د مقاومت په صورت کې به وضعیت د افغانانو په زیان تمام شي.

اسلام‌اباد به دغه مذاکراتو کې تر ټولو لویه تکیه پر دې ده، چې طالبان دې په خپله خاوره کې د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو په ګډون د بلوڅ بېلتون‌پالو پر ضد پرېکنده اقدامات او عملیات وکړي. د پاکستان په پلاوي کې د دغه هېواد لوړ پوړي امنیتي چارواکو او د څارګرې شبکې (ای اېس ای) د غړو تر څنګ پوځي کسان هم شامل دي.

د طالبانو پلاوي مشري د دغې ډلې د کورنیو چارو مرستیال مولوي رحمت الله نجیب کوي او د انس حقاني، سهیل شاهین او نورالرحمن نصرت تر څنګ عبدالقهار بلخي یې غړي دي. د ډېپلوماټیکو سرچینو له مخې؛ منځګړي هڅه کوي چې د دواړو لورو تر منځ د اړیکو لارې پرانیستې وساتي، څو د مذاکراتو د بشپړې ناکامۍ مخه ونیسي.

نور خبرونه

رادیو