لانجه‌منې خبرې؛ ترکیه کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي مذاکرات نن درېیمه ورځ هم دوام لري

۱۱ ساعتونه مخکې

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې د دوی د پلاوي او د پاکستان د استازو ترمنځ د خبرو دویم پړاو به نن درېیمه ورځ هم د ترکیې په استانبول کې دوام ولري. نوموړي وویل: «موږ د دې خبرو پایلو ته منتظر یو.»

مجاهد د خپلې ډلې تر ولکې لاندې ملي تلویزیون ته ویلي: «موږ باور لرو، چې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي؛ خو که پر افغانستان برید وشي، ورته به ځواب ورکړل شي.» د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سولې خبرو لومړی پړاو د تلې میاشتې پر ۲۷مه د قطر په پلازمېنه دوحه کې ترسره شو. د اوربند تر سملاسي هوکړې وروسته، د خبرو دویم پړاو (د لړم په ۳مه) د شنبې په ورځ په استانبول کې پیل شو او لا هم خبرې روانې دي.

پاکستان د خبرو په لومړۍ ورځ طالبانو ته یو تفصیلي پلان وړاندې کړ، چې موخه یې د ترهګرۍ پر ضد ګډه مبارزه او له افغانستان نه د وسله‌والو د بریدونو مخنیوی دی. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په وار، وار هغه ادعاوې رد کړې دي چې ګواکې د پاکستاني وسله‌والو ډلو غړي په افغانستان کې حضور لري او له هغه ځایه پر دغه هېواد بریدونه کوي.

اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې د باوري سرچینو په حواله لیکلي، د دغو خبرو موخه دا ده چې دواړه خواوې پر داسې مېکانېزم هوکړه وکړي چې پر دیورنډ کرښه د امنیتي ستونزو او د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي.

د طالبانو شپږ کسیز پلاوي کې د دغې ډلې د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین، د حقاني شبکې لوړ پوړی غړی انس حقاني، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي رییس نور احمد نور، د یادې ډلې د دفاع وزارت د عملیاتو رییس نورالرحمن نصرت او پر کابل د واکمنو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شامل دي.

د اسلام‌اباد په پلاوي کې هم د پاکستان د استخباراتي ادارو او پوځ د استازو تر څنګ ځینې ډېپلوماټان هم شامل دي.

نور خبرونه

رادیو