د ترکیې لانجمن مذاکرات؛ پاکستان د طالبانو پر وړاندې له خپلو غوښتنو نه په شا کېږي

۱۶ ساعتونه مخکې

اېکسپرېس ټربیون ورځپاڼې په یوه راپور کې د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، پاکستان د استانبول په روانو مذاکراتو کې طالبانو ته څرګنده پیغام ورکړی او ټینګار یې کړی چې د کابل واکمنانو له لوري د ترهګرو ډلو ملاتړ ورته نور د زغملو نه‌دی.

د دغو سرچینو په وینا؛ پاکستان په دې خبرو کې خپل وروستی دریځ روښانه کړی او له طالبانو یې په ډاګه غوښتي، چې د افغانستان په خاوره کې دې د دوی ضد وسله‌والو ډلو خلاف د باور وړ او عملي اقدامات وکړي.

د خبرو له جزیاتو خبر چارواکي وایي، اسلام‌اباد طالبانو ته روښانه کړه چې له کابل سره به یې همکارۍ یوازې هغه وخت دوام وکړي چې د پاکستاني طالبانو په ګدون د بلوڅ بېلتون‌پالو او نورو ډلو پر ضد د پام وړ ګامونه پورته کړي. دواړو خواوو د شنبې په ورځ خبرې پیل کړې؛ څو د دايمي اوربند پر سر هوکړې ته ورسېږي.

اسلام‌اباد خبرداری ورکړی، که د استانبول خبرې ناکامې شي؛ نو ښايي د‌ طالبانو خلاف «ښکاره جګړه» پیل کړي. سرچینې وايي، د پاکستاني پلاوي ټینګار دا و چې له پرېکنده اقدام پرته د دواړو هېوادونو د اړیکو ښه‌والی ناشونی دی.

اېکسپرېس ټربیون ورځپانې په اسلام‌اباد کې د یوه امنیتي افسر له قوله لیکلي: «باید د دغه ګواښ د له‌منځه وړلو لپاره څرګند او پرېکنده ګامونه پورته شي. دا زموږ اساسي غوښتنه ده او له دې دریځه شاتګ نه کوو.» یو بل پاکستاني چارواکي هم ویلي، چې په روانو مذکراتو کې پر «خپل دریځ کلک ولاړ دي.»

دغو سرچینو زیاته کړې، چې طالبان له «ځمکنیو واقعیتونو لرې دي او داسې ښکارېدل، چې د ستونزو منلو ته چمتو نه‌دي.» یوې سرچینې وویل: «ښکاري طالبان بله اجنډا تعقیبوي، دا چلند نه یوازې د افغانستان؛ بلکې د پاکستان او ټولې سیمې د ثبات پر ضد دی.»

راپورونه وايي، دغه مذکرات له ستونزو سره مخ شوي او دننه سرچینې وایي هڅه وشوه چې دغه بهیر ونه‌درېږي؛ خو خنډونه ډېر وو. د خبرو اترو لومړنۍ غونډه نږدې نهه ساعته روانه وه، چې په‌کې پاکستان د خپلو امنیتي اندېښنو د لرې کولو لپاره مفصل وړاندیزونه مخ ته کړي دي.

د یادې ورځپاڼې راپور کې راغلي، اسلام‌اباد د طالبانو د رېښتينولۍ په اړه شکمن دی او دا پوښتنې یې ورته راولاړې کړې چې طالبان په رښتیا د افغانستان دننه له ترهګرۍ سره مبارزه کوي که نه؟

د استانبول خبرې چې د ترکیې په منځګړیتوب ترسره کېږي، د اسلام‌اباد او طالبانو تر منځ د توندو اړیکو د نرمولو تازه هڅه بلل کېږي. اېکسپرېس ټربیون وایي، پاکستان په څرګند دریځ خبرو ته ورغی، شواهد یې وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې دوی له ټي‌ټي‌پي او نورو مخالفو ډلو سره هېڅ ډوله معامله نه‌کوي.

که څه هم دواړه خواوې د خبرو د دوام ژمنه کوي؛ خو پاکستاني چارواکي وایي، پرمختګ تر هغه وخته ناشونی دی چې طالبان د پاکستان ضد ډلو پر وړاندې ښکاره او عملي ګامونه پورته نه‌کړي.

پر کابل د طالبانو دویم ځل واکمنۍ وروسته پاکستان کې امنیتي پېښې ډېرې شوې او یوازې د څه باندې څلورو کلونو په موده کې د دغه هېواد ۳۸۰۰پوځیان، پولیس او ملکي وګړي په وسله‌والو بریدونو کې وژل شوي دي. دواړو هېوادونو پر ډیورنډ کرښه له یو بل سره تر سختو نښتو وروسته د اکټوبر په ۱۹مه دوحه کې د خبرو په لومړي پړاو کې د اوربند پرېکړه کړې وه او هوکړه یې دا وه، چې د راتلونکو کړکېچونو د مخنیوي لپاره به د ترکیې په مذاکراتو کې پر یو ګډ مېکانېزم کار وکړي.

نور خبرونه

رادیو