د تورخم او بولدک لارو بندېدو له امله په پنجاب کې د مېوو او سبزیو بیې لوړې شوې

۴ ساعتونه مخکې

د تورخم، سپین بولدک او نورو لارو د بندېدو له امله د پاکستان په پنجاب ایالت، په ځانګړي ډول لویو ښارونو کې د مېوو او سبزیو بیې په چټکۍ لوړې شوې دي.

د لارو بندېدو له امله په دغه ایالت کې انار، انګور، تیاره غوښه، رومیان، مڼې او نور توکي لوړ شوي دي.

د وضعیت لا خرابېدو یو لامل د درجې پر بنسټ د بیو اعلانولو میکانیزم لغوه کېدل هم ګڼل کیږي، چې هم پلورونکي او هم پیرونکي پرې نیوکې کوي.

د ایکسپریس ټربیون پاکستانۍ ورځپاڼې د رپوټ له مخې، تر پخواني سیسټم لاندې د بازار کمېټې د اې، بي، اوسي درجې محصولاتو لپاره بېلابېلې بیې ټاکلې وې، په ځانګړي ډول د ورځنيو لګښت توکو لکه کچالو، پیاز، روميانو، کیلې، امرودو او انارو لپاره، خو په دې اونۍ کې حکومتي کمېټې د هر توکي لپاره یواځې یوه بیه ټاکلې، چې په عملي ډول یې د درجې توپیر له منځه وړی.

د دې پالیسۍ له امله اوس ټیټه درجه محصولات د لوړې درجې په نرخ پلورل کېږي.

ورځپاڼه وايي، پېرونکي شکایت کوي چې حتا ټیټ کیفیته محصولات هم په لوړ نرخ پلورل کېږي، په داسې حال کې چې لوړ کیفیته توکي له رسمي ټاکل شویو نرخونو څخه ۲۰ تر ۵۰ سلنه پورته بیه لري.

د ژوندیو چرګانو بیه د هر کیلو لپاره ۵ روپۍ لوړه شوې او له ۲۸۹–۳۰۳ روپۍ ته رسېدلې.

دغه راز د چرګ تیاره غوښه په هر کیلو کې۶ روپۍ لوړه شوې، په رسمي ډول ۴۳۹ روپۍ ټاکل شوې خو د ۴۸۹–۵۶۰ روپیو ترمنځ پلورل شوې.

د نرم پوسته کچالو بیه ۸۵–۹۰ روپۍ ټاکل شوې وه خو په ۱۳۰–۱۵۰ روپیو پلورل شوي، او پیاز په هر کیلو کې۱۷ روپۍ لوړ شول.

نور خبرونه

رادیو