امریکا غواړي له پاکستان سره د ګډو ګټو پر بنسټ ستراتېژیکې اړېکې پراخې کړي

۱۹ ساعتونه مخکې

د پاکستان دولتي رسنۍ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له قوله راپور ورکړی، چې هغه ویلي د اسلام‌اباد او واشنګټن ترمنځ د اړیکو وروستۍ پیاوړتیا د امریکا او هند پر اړیکو اغېز نه دی کړی. مارکو روبیو ویلي، امریکا غواړي له پاکستان سره خپلې ستراتیژیکې اړیکې د ګډو ګټو لپاره پراخې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «زه فکر نه کوم، چې موږ له پاکستان سره هر هغه څه کوو، چې زموږ د اړیکو یا له هند سره د ژورو، تاریخي او مهمو ملګرتیاوو په بیه وي.»

روبیو دا هم ویلي: «موږ پوهېږو چې هند اندېښمن دی او دا روښانه دلیلونه لري، ځکه د پاکستان او هند ترمنځ تاريخي تاوتریخوالي موجود دي.»

نوموړي ټينګار کړی، هند باید درک ولري چې امریکا غواړي له بېلابېلو هېوادونو سره اړیکې ولري.

هند د سوداګرۍ په اړه محتاط دی او وايي، چې د امریکا سره تړون ته «ډېر نږدې» دی

روبیو د یوې بلې پوښتنې په ځواب کې چې ایا د پاکستان او امریکا اړیکې هغه مهال پیاوړې شوې کله چې پاکستان د امریکا ادارې او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ رول وستایه، ځکه چې هغه د هند او پاکستان ترمنځ د احتمالي جګړې د مخنیوي او حل لپاره هڅې کړې وې، وویل چې د مې میاشتې له شخړې مخکې هغه د پاکستان له حکومت سره اړیکه نیولې وه او ویلي یې وو، چې امریکا له پاکستان سره د یوه اېتلاف یا ستراتیژیک شراکت د بیا جوړولو علاقه لري. هغه زیاته کړه: «موږ فکر کوو، داسې ډېر کارونه شته چې له پاکستان سره یې یوځای ترسره کولی شو.»

د پاکستان دولتي رسنۍ زیاته کړې، چې مارکو روبیو وایي: «امریکا د هند له اړخه د شته ننګونو څخه باخبره ده؛ خو د امریکا دنده دا ده چې له هغو هېوادونو سره د شراکت فرصتونه رامنځته کړي چې دا امکان پکې وي.» هغه دا هم ویلي: «موږ له پاکستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې او ورته چارو کې د اوږدې همکارۍ سابقه لرو. موږ غواړو دا اړیکه له دې نه هم نوره پراخه کړو، که دا ممکنه وي، سره له دې چې پوهېږو ځینې ستونزې او خنډونه به وي.»

هغه زیاته کړه، دا د خوښۍ خبره ده چې اړیکې پیاوړې شوې دي؛ خو «زه نه ګورم چې دا اړیکه دې د هند یا بل هېڅ هېواد د اړیکو په زیان وي.»

د پاکستان او امریکا اړیکې په روان کال کې ښې شوې دي او دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، پانګونې، صنعت او انرژۍ په برخو کې د لا پیاوړې سیاسي، اقتصادي او ستراتیژیکې همکارۍ پر لور روان دي.

نور خبرونه

رادیو