د لارې د خلاصون په دوعا؛ د بار وړونکو موټرو چلوونکو تورخم کې د قران ختم کړی

۱۳ ساعتونه مخکې

تورخم کې د بار وړونکو موټرو یو شمېر چلوونکو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې د دروازې د خلاصون په موخه یې د قران ختمونه پیل کړي دي. نن دوشنبه د (لړم ۵مه) ۱۶مه ورځ ده، چې دغه لاره تړلې او د مساپرو تر څنګ پرې د بار وړونکو موټرو تګ راتګ هم بند دی.

۱۷ورځې دمخه د طالبانو او‌ پاکستاني عسکرو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه د نښتو له امله پر یادې کرښې ټولې دروازې بندې شوې او د مساپرو تر څنګ یې سوداګر هم له کړاونو سره مخ کړي دي. د دواړه غاړو سوداګرو شکایتونه کړي، چې روان وضعیت ورته درانه مالي زیانونه اړولي دي. د بار وړونکو موټرو چلوونکو هم سرونه ټکولي او د مالونو د خرابېدو اندېښنې یې څرګندې کړې دي.

تر دې وړاندې هم د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ د کشالو او سیاسي کړکېچونو له کبله پر ډیورنډ کرښې ټولې لارې بندې شوې دي. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډ مرکز په وار، وار غوښتنه کړې، چې د سیاسي کړکېچونو له کبله باید د سوداګرۍ مخه ډب نه‌شي.

لا تر اوسه هم نه‌ده معلومه چې د تورخم، سپین بولدک، غلام خان، بهرامچې او انګور اډې لارې به کله بېرته د سوداګرۍ او مساپرو پر مخ پرانېستل شي.

باورونه دا دي، تر هغې چې په ترکیه کې طالبان او اسلام‌اباد د مسایلو په تړاو روان کړکېچ حل نه‌کړي؛ نو د دغو لارو د خلاصون امکان خورا کم دی. له دې سره هم‌مهاله په دواړو هېوادونو کې د توکو بیې هم خورا لوړې شوې او د اسلام‌اباد په ګډون د پاکستان په ګڼو ایالتونو کې د رومیانو تر څنګ د سبزیجاتو بیې په بې‌سارې توګه لوړې شوې دي.

د اقتصاد پوهانو په وینا؛ د لارو بندښت د دواړو لوریو د سوداګرۍ تر څنګ د عامو وګړو په زیان تمامېږي او باید دغه تګ راتګ د سیاسي ناورینونو قرباني نه‌شي.

نور خبرونه

رادیو