په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان خبرې د درېیمې ورځې لپاره هم بې پایلې پاتې شوې

۶ ساعتونه مخکې

په استانبول کې د طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې اترې د درېیمې ورځې لپاره هم بې کومې هوکړې پای ته رسېدلې دي. د دواړو لوریو چارواکو «اسوشېټېډ پرېس» خبري اژانس ته ویلي، چې له څو ساعتونو خبرو وروسته هم کومه څرګنده پایله یا ګډه اعلامیه نه ده خپره شوې.

په راپور کې راغلي، دواړه لوري لا هم د دوامداره اوربند د څرنګوالي او د وسله‌والو ډلو د کنټرول په میکانېزم اختلاف لري.

پاکستاني پلاوی له دې امله ناخوښ دی چې طالبان په افغانستان کې د پاکستاني وسله‌والو ډلو حضور نه مني او طالبان یې د «سخت دریځۍ او انعطاف نه لرلو» په تور تورن کړي دي.

د اسوشېټېډ پرېس د سرچینو په وینا، د پاکستان استازو په استانبول کې طالبانو ته خپل وروستی دریځ وړاندې کړی او ټینګار یې کړی، چې د ترهګریزو ډلو ملاتړ «د منلو وړ نه دی». اسلام‌اباد له طالبانو غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) پر ضد «روښانه او ارزول کېدونکي ګامونه» واخلي.

ترکیه چې د دغو خبرو کوربه ده، هڅه کوي خبرې «جوړوونکې او پایلې لرونکې» وساتي، خو د دوشنبې تر ماښامه هم هېڅ ګډه اعلامیه نه ده خپره شوې. سرچینې وایي، دواړه لوري به په راتلونکو ورځو کې خپلو مشورتي بحثونو ته دوام ورکړي.

د یادولو ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د اکټوبر په ۱۹مه په دوحه کې د قطر په کوربه‌توب ترسره شوی و، چې د هغې په پای کې دواړو خواوو د اوربند پر سر هوکړه کړې وه.

نور خبرونه

رادیو