طالبان: د پاکستان د پوځ ځانګړې کړۍ په ترکیه کې د مذاکراتو د ناکامۍ نیت لري

۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون خبر ورکړی، چې د طالبانو پلاوي له پاکستان سره په روانو مذاکراتو کې د رغنده خبرو هڅه کړې؛ خو د پاکستان پلاوی په ترکیه کې د مذاکراتو د ناکامۍ نیت لري. په راپور کې راغلي، د پاکستان په پوځ کې یوه ځانګړې کړۍ غواړي چې د دغه خبرو مخه ډب کړي.

په خبر کې راغلي:« دا چې د پاکستان په پوځ کې یوه ځانګړې کړۍ غواړي د دغه خبرو مخه ډب شي؛ نو پلاوی یې دومره صلاحیت او جرات نه‌لري، چې غوڅ دریځ غوره کړي، له همدې امله په بېلابېلو پلمو د خبرو له مېز څخه په شا کېږي.»

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو په ترکیه کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په تړاو د خپل هېواد د ښکېلو چارواکو له قوله لیکلي و، چې له کابل نه تللی پلاوی د مسایلو په تړاو بشپړ واک نه‌لري. دوی ویلي و، د مذاکراتو په منځ کې به د‌ طالبانو استازي دباندې وتل او کندهار سره یې اړیکې نیولې.

له بل پلوه طالبان وايي، دوی د خبرو رېښتینې تګلاره لري او دریځ یې دا دی چې افغانستان نه‌شي کولای په پاکستان کې د بریدونو مخه ونيسي او یا د پاکستاني طالبانو استازیتوب وکړي. راپور زیاتوي، په مذاکراتو کې مقابل لوري ته ویل شوي چې د پاکستاني طالبانو موضوع د پاکستان خپله کورنۍ او پخوانۍ ستونزه ده او باید دغه ستونزه پاکستان په خپله حل کړي.

راپور کاږي:« زموږ دریځ ډېر روښانه دی، یوازې هغه څه چې موږ یې مسوولیت لرو دا دي، چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه استعمالېږي او له مقابل لوري هم غواړو، چې منطقي او معقولې غوښتنې وړاندې کړي.»

تر دې وړاندې پاکستاني رسنیو لیکلي و، چې د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ له اوږدو خبرو سره، سره بیا هم په خبرو کې پرمختګ نه‌دی شوی، طالبان هیڅ انعطاف نه مني.

له بل پلوه درې ورځې کېږي، چې د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ په ترکیه کې خبرې روانې دي؛ خو تر دې مهاله په خبرو کې د پام وړ پرمختګ نه‌دی شوی.

نور خبرونه

رادیو