افراسیاب خټک: پاکستاني طالبان پخوا له افغان طالبانو سره جګړې ته استول کېدل

۸ ساعتونه مخکې

پښتون سیاستوال او د پاکستان د سنا پخوانی غړی افراسیاب خټک د طالبانو او پاکستان ترمنځ د استابول مذاکراتو سره هممهاله وایي، چې شل کاله وړاندې زرګونه پاکستاني طالبان له افغان طالبانو سره یو ځای د جګړې لپاره افغانستان ته استول کېدل.

د نوموړي په وینا، د افغانستان جمهوري دولت به د دې وضعیت پر ضد شکایت کاوه، خو پاکستان دا موضوع د افغانستان «کورنۍ مسله» بلله.

خټک په اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې اوس وضعیت برعکس شوی دی. د هغه په وینا، کله چې اوس د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) په خېبر پښتونخوا کې جګړه کوي، افغان طالبان دا د پاکستان «داخلي موضوع» بولي.

هغه ټینګار کړی، چې د دواړو لوریو تر منځ جګړه د یوې سترې «استخباراتي لوبې» برخه ده. د ده په خبره، د پاکستان او طالبانو تر منځ د روانې جګړې تر شا د چین، پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګریزې لارې د جوړېدو د مخنیوي هڅې دي.

خټک ویلي: «د طالبانو او پاکستان وروستۍ جګړه هماغه پخوانۍ استخباراتي لوبه ده، یوازینی توپیر یې دا دی چې دا ځل موخه د درې واړو هېوادونو تر منځ د سوداګریز کورېډورد جوړېدو مخنیوی دی، خو هېڅوک د دې اصلي موخې یادونه نه کوي.»

هغه دا هم ویلي، دا لا نه ده روښانه چې څوک د چین د دغه اقتصادي دهلېز د جوړېدو مخالفت کوي، خو څرګنده ده چې روانه جګړه د سیمې د اقتصادي اړیکو د ګډوډولو لپاره کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په استانبول کې د افغانستان انټرنشنل خبریاله نرګس هورخش وايي چې طالبانو له پاکستان سره په خبرو کې په افغانستان کې د ټي‌ټي‌پي حضور رد کړی. نوموړې د باخبره سرچینو له قوله وویل، چې پرون د طالبانو پلاوي په افغان خاوره کې د پاکستاني طالبانو شته والی رد کړ. د راپورونو له مخې، نن چې د خبرو اترو درېیمه ورځ وه بیا هم د دواړو لوریو ترمنځ خبرې اترې بې پایلې پای ته رسېدلي دي.


نور خبرونه

رادیو