د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې پاکستان د مذاکراتو د ماتېدا هوډ لري؛ خو طالبان هم له خپل دریځه نه په شا کېږي. د سرچینې په وینا؛ پاکستانی پلاوی ټینګار کوي چې طالبان دې د ټيټيپي پر وړاندې عملیات پیل کړي او هغه یوه ترهګره ډله اعلان کړي.
خو د سرچینې په خبره:« زموږ دریځ دا دی، چې موږ ټيټيپي د مسوولې ډلې په توګه نه پېژنو او دا د پاکستان داخلي مسله ده. د افغانستان له خاورې هیچاته زیان نه رسېږي او نه هم موږ چاته دغه اجازه ورکوو.»
سرچینه وړاندې زیاتوي:« د پاکستان مذاکراتي پلاوی ټینګار کوي؛ که په پاکستان کې ټيټيپي برید کوي، نو پاکستان هم حق لري، چې که په افغانستان کې یې د ټيټيپي مشکوک حرکات وموندل؛ نو هوایي برید پرې وکړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په استانبول کې د طالبانو او پاکستاني پلاویو ترمنځ خبرې اترې د درېیمې ورځې لپاره هم له کومې هوکړې پرته پای ته رسېدلې دي. د دواړو لوریو چارواکو تر دې وړاندې «اسوشېټېډ پرېس» خبري اژانس ته ویلي و، چې له څو ساعتونو خبرو وروسته هم کومه څرګنده پایله یا ګډه اعلامیه نهده خپره شوې.
د یادونې وړ ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د اکټوبر په ۱۹مه په دوحه کې د قطر په کوربهتوب ترسره شوی و، چې په پای کې دواړو خواوو د اوربند پر سر هوکړه کړې وه.

