د استانبول په خبرو کې د پاکستان دریځ: د افغان طالبانو له خوا د ترهګرو ملاتړ د منلو نه دی

۲۴ ساعتونه مخکې

پاکستاني رسنیو د امنیتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د استانبول د خبرو پر مهال پاکستان افغان طالبانو ته ویلي، چې د ترهګرو ملاتړ او پناه ورکول ورته د منلو وړ نه دي. سرچینو په دې خبرو کې د طالبانو دلایل غېر منطقي ګڼلي دي.

جیونیوز د یکشنبې په ورځ د خپلو سرچینو له قوله په یوه خبر کې ویلي، چې د استانبول د خبرو پر مهال پاکستان افغان طالبانو ته خپل وروستی دريځ وړاندې کړی.

سرچینو زیاته کړې، چې پاکستاني پلاوي ټينګار کړی تر څو د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره باید عملي او باوري ګامونه واخیستل شي.

دغو سرچینو د طالبانو د دلایلو په اړه زیاته کړې: «د طالبانو دلایل غېرمنطقي دي او له واقعي حالاتو سره ورته والی نه لري.»

په خبر کې ویل شوي، چې طالبان بې‌اجنډا عمل کوي چې دا د افغانستان، پاکستان او سیمې د ثبات او ګټو پر زیان تمامېږي.

دوی ویلي، چې د خبرو راتلونکی پرمختګ د طالبانو په مثبت چلند پورې تړلی دی.

د ا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیا تر دې وړاندې خبرداری ورکړی، چې که د اسلام‌اباد او طالبانو ترمنځ په ترکیه کې روانې خبرې ناکامې شي، نو پاکستان به مستقیمې جګړې ته داخل شي. هغه زیاته کړه: «هغه کسان چې موږ ورسره په دوحه کې خبرې وکړې ټول په پاکستان کې لوی شوي دي.»

طالبانو په وار وار د پاکستان دغه څرګندونې رد کړي او په دې هېواد کې ناامنې یې د هغه هېواد داخلي ستونزې ګڼلي دي.

نور خبرونه

رادیو