د طالبانو د ریاست الوزا اداري معاونیت وايی چې عبدالسلام حنفي له یو شمېر شیعه علماوو او متنفذینو سره کتلي دي. شیعه علماوو او متنفذینو په دې ناسته کې د کانونو استخراج او په متوازن ډول د انکشافي پروژو تطبيق د کډوالۍ په مخنیوي کې مهم ګڼلي دي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري معاونیت نن یکشنبه ، د لړم ۴مه وویل، چې په دې کتنه کې د اهل تشیع علماوو د افغانستان په مختلفو برخو کې ځينو ستونزو او ټولنيزو مسايلو ته اشاره کړې او له طالبانو نه يې په اړوندو برخو کې د پاملرنې غوښتنه کړې ده.
په دې ناسته کې د طالبانو د رياست الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د شیعه علماوو او متنفذينو سره په خبرو کې ویلي، چې «دوی افغان ملت ته د خدمت ژمنتيا لري او د ټولنيزې هوساينې او د خلکو د ستونزو حل لپاره به له هېڅ ډول هڅو درېغ ونه کړي».
د طالبانو د رياست الوزراء اداري مرستيال همداراز ویلي، چې طالبان به د هيواد د اقتصادي پراختيا او په مختلفو برخو کې د انکشافي پروژو عملي کولو په موخه د خپل توان تر کچې هڅه وکړي.
د یاد معاونیت په اعلامیه کې دا نه دي ویل شوي، چې شیعه علماوو په دې ناسته کې خپلې کومې ستونزې یادې کړې دي.

