کندز کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ ترسره شوې

۱۹ ساعتونه مخکې

د طالبانو د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د وزلوبې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د وزلوبې راتلونکو سیالیو ته د چمتووالي په موخه ترسره شوې دي.

د طالبانو المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست پر اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د دغو سیالیو په پای کې هارون پهلوان اعلان شو، هغه اخرلاق تر ټاکلې دایرې ورساوه او د سیالۍ غوره پهلوان وپېژندل شو.
وزلوبه، چې د افغانستان له لرغونو دودیزو لوبو څخه ده، شاوخوا شپږ کاله وړاندې د افغانستان د ملي المپیک کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه رسماُ ثبت شوې چې له دې سره د وزلوبې فدراسیون هم رامنځته شو.

نور خبرونه

رادیو