مولانا فضل‌الرحمان د برېتانیا له سفیرې سره د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې وکړې

۲ ورځې مخکې

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل‌الرحمان په اسلام‌اباد کې د برېتانیا له سفیرې جین ماریوټ سره د سیمې د امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي. نوموړي په دې لیدنه کې د پاکستان او برېتانیا د اړیکو د پیاوړتیا په اړه هم بحث کړی دی.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) پر خپلې اېکس پاڼې د دې لیدنې له انځورونو سره په یوه یادښت کې لیکلي، چې دواړو خواوو د پاکستان او سیمې د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

که څه هم د دې لیدنې بشپړ جزییات نه دي خپاره شوي، خو ویل شوي چې دواړو خواوو د ګډو ګټو په اړه د یو بل نظرونه اورېدلي دي.

په یاداښت کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د پاکستان او برېتانیا د اړیکو د پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار او موافقه شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان کې په دې وروستیو کې ناامني پراخه شوې او د پاکستان او افغانستان تر ترینګلتیا وروسته، مولانا فضل‌الرحمان په یوې غونډه کې ویلي و، چې پاکستان نور د جګړې توان نه لري.

نور خبرونه

رادیو