په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو پای ته ورسېد

۲ ورځې مخکې

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو دویم پړاو د شنبې په شپه له نهو ساعتونو خبرو وروسته پای ته رسېد. تمه کېږي، چې دا خبرې اترې به لا دوه ورځې نور هم دوام وکړي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی، چې د پاکستان پلاوي د تحریک طالبان پاکستان له لوري د امنیتي ګواښونو په اړه خپله «روښانه او پرېکنده» دریځ وړاندې کړ.

په غونډه کې د امنیتي همغږۍ پیاوړتیا، پر ډیورنډ کرښه د همکارۍ ښه کول او په سیمه کې د سولې او ثبات د ودې لپاره د ګډې ستراتیژۍ جوړول د بحث نورې موضوعګانې وې.

اېکسپرېس ټریبیون د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د خبرو اترو موخه د هغو میکانیزمونو په اړه موافقې ته رسېدل وو، چې کولی شي پر ډیورنډ کرښه امنیتي ننګونې حل او د ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي.

دا خبرې د بندو دروازو تر شا او د رسنیو له حضور پرته ترسره شوې دي.

تر اوسه نه ترکیې او نه هم د دواړو خواوو استازو د خبرو د اجنډا جزییات خپاره کړي دي.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د رحمت‌الله نجیب په مشرۍ او د سهیل شاهین او انس حقاني په ګډون د طالبانو شپږ کسیز پلاوي د استانبول په خبرو کې برخه اخیستې ده.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو دویم پړاو د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) نېټه په استانبول کې په رسمي ډول پیل شو.

سرچینو له کابل څخه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو په شپږ کسیز پلاوي کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت‌الله نجیب، په قطر کې د طالبانو استازی سهیل شاهین، د طالبانو پېژندل شوی غړی انس حقاني، د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي دفتر مشر نوراحمد نور، د دفاع وزارت د عملیاتو مشر نورالرحمان نصرت او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي شامل دي.

اخوا، د پاکستان اووه کسیز پلاوی چې له ډیپلوماټانو او د دغه هېواد د استخباراتي ادارې له غړو څخه جوړ شوی، د استانبول په خبرو اترو کې برخه اخیستې ده.

د سرچینو په وینا، د دواړو لوریو خبرې د استانبول په کنراډ هوټل کې پيل شوي‌ دي.

د ترکیې پولیسو د غونډې په شاوخوا کې سخت امنیتي تدابیر نیولي دي.

تر اوسه د خبرو د اجنډا په اړه هېڅ جزییات نه دي خپاره شوي.

د استانبول دا خبرې د هغو ناستو دوام دی، چې د طالبانو او د پاکستان د دفاع وزیرانو ترمنځ په قطر کې ترسره شوې وې. د دغو ناستو پایله د اوربند یو توافق و، خو د دغه توافق د منځپانګې په اړه تر اوسه معلومات نه دي خپاره شوي.

پاکستان دا توافق محرمانه بولي؛ خو طالبان وایي چې دا محرمانه نه، بلکېلا هم وروستی شوی نه دی.

نور خبرونه

رادیو