د پاکستان د مالیې او عوایدو فدرالي وزیر محمد اورنګزېب د دې هېواد د کابینې د اقتصادي همغږۍ کمېټه کې ویلي، چې د سېلابونو له امله ډېری فصلونه زیانمن شوي او ورسره به ښايي په ټول هېواد کې د خوراکي توکو بیې یو ځل بیا لوړې شي.
محمد اورنګزېب په پرلهپسې توګه د بازارونو د څارنې، د اړوندو ادارو تر منځ د همغږۍ د زیاتوالي، د خلکو د پېرلو ځواک د ساتنې او د بیو د عمومي ثبات د ډاډمن کولو لپاره پر وخت مداخلې ټینګار وکړ.
په دې غونډه کې د پلان جوړونې، پراختیا او ځانګړو نوښتونو وزارت مشر اقتصادپوه ډاکټر امتیاز احمد وویل، په دغه هېواد کې انفلاسیون د سېلابونو له راوتو مخکې معتدل و، خو د ۲۰۲۵ کال په سپټمبر کې د کرنیزو ځمکو او مالدارۍ د زیانمنېدو له امله د خوراکي توکو د انفلاسیون کچه ۵ اعشاریه ۶ سلنې ته لوړه شوه.
د نوموړي په وینا، په دې موده کې د چرګانو د غوښې او وريژو بیې لږ څه راکمې شوې، خو د نورو مهمو خوراکي توکو لکه بورې، د څارویو غوښې او غوړیو بیې په ناڅاپي توګه لوړې شوې.
د یادونې وړ ده، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ له ۱۴ ورځو راهیسې د لارو د بندېدو له امله د تازه مېوو او سبزیجاتو بیې هم لوړې شوې دي.

