په پولنډ کې «د جیوپولیتیک سیالۍ په دور کې پراختیا او نړیواله همکاري، په شخړو او بحران کې پیچلې ننګونې» تر سرلیک لاندې دوه ورځنی څېړنیز کنفرانس ترسره شو،
ګډونوالو ویلي، اوس مهال افغانستان د حکومتدارۍ منظم سیسټم نه لري او هر څه، چې ښکاري د زور او ټوپک پر بنسټ دي.
په دغه کنفرانس کې د نړی د بېلابېلو هېوادونو څېړونکو او د پوهنتون استادانو برخه اخیستې وه.
د امنیت او سیاست څېړونکي بسم الله تابان وویل، په ۲۰۲۱ کال کې له هېواد څخه د امریکا وتل او د طالبانو بیا واک راستنېدلو پر حکومتدارۍ، ترهګرۍ او نړیوال امنیت باندې اغېزه کړې.
نوموړي ټينګار وکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان په یو ژور، څو اړخیز او پيچلي بحران کې ښکیل دی.
هغه زیاته کړې: «افغانستان د طالبانو تر واک لاندې په یو ژور، څو اړخیز او پېچلي بحران کې ښکېل دی، چې سیاسي، امنیتي، اقتصادي، بشري او حقوقي اړخونه لري؛ دې بحران نه یوازې افغانستان فلج کړی، بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته یې هم جدي او اندېښمنوونکې پایلې لرلې دي.»
نوموړي ویلي، د طالبانو حکومت د کورني مشروعیت د نشتوالي له امله د دغه هېواد د بحران مدیریت وړتیا په جدي توګه کمه کړې، «افغانستان اوس د اسیا په زړه کې د یو جیوپولیټیکي امنیتي خلا په توګه بدل شوی، چې د نړیوال تروریزم، سرحدي جرمونو، د نشه يي توکو د قاچاق، اجباري کډوالۍ، اقتصادي او ټولنیزو زیانونو د پراختیا زمینه برابروي.»
تابان ټینګار وکړ چې د طالبانو د واکمنۍ لاندې د افغانستان په وضعیت کې ریښتینی بدلون ناممکن دی: «هره سیمه ییزه او نړیواله پالیسي باید لومړی د ټولو سیاسي او قومي ډلو د ریښتینې ګډون سره د مشروع، قانوني او ټول شموله حکومت په جوړولو تمرکز وکړي»
ښاغلي تابان د لویو قدرتونو د سیالۍ په دور کې افغانستان د نړیوالو د حکومتدارۍ د میکانیزمونو د ناکامۍ یو څرګند مثال وباله او غوښتنه یې وکړه: «باید څو اړخیز نړیوال چلند غوره شي، چې پکې د دولتونو، سیمه ییزو او نړیوالو سازمانونو، مدني ټولنو او خصوصي سکتور همکاري شامله وي، څو د روان بحران د دوام او د هغه د ګواښونو د پراخېدو مخه ونیول شي.»
دغه علمي کنفرانس د اسیا د سیاسي علومو د څېړنو ټولنې، د اروپايي ټولنې د پرمختګ د مطالعاتو انجمن او د پولنډ تر ټولو پخواني پوهنتون یاګیلونیا د نړیوالو مطالعاتو او پرمختګ مرکز له لورې جوړ شوی وو.
په دې کنفرانس کې د اصلي ویناو تر څنګ، د جیوپولیټیک، نړیوال امنیت، نړیوال پرمختګ، څو اړخیزې همکارۍ، بشردوستانه مرستو، د خوړو امنیت او نړیوالې حکومتدارۍ په برخه کې د پراخو څېړنو پایلې هم وړاندې شوې.

