سوداګر: پاکستان سره د لارې بندیدو له امله سپین بولدک کې د انارو لسګونه موټر بند پاتې دي

۲ ورځې مخکې

په کندهار کې د تازه مېوو سوداګر وايي، چې د پاکستان له خوا د سپین بولدک د لارې بندېدو له امله یوازې د انارو بار نږدې ۱۰۰ موټرونه پاکستان ته د اوښتو په تمه بند پاتې دي.

یادو سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د لارې بندښت له امله انار د خرابېدو له ګواښ سره مخ دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د نښتو سره هممهاله د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې د سوداګرۍ پر مخ وتړل شوي.

له پاکستان سره سوداګریزې لارې په کندهار کې د انارو د حاصلاتو رسېدو پر مهال وتړل شوې او کندهاري سوداګر وايي، چې د یادې لارې له بندېدو سره میلیونونه ډالر زیان ورته اوښتی دی.

په سپین بولدک کې د تازه مېوو د اتحاديي مسوول فضل محمد وطن دوست د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل:«د انارو تر ۹۰ ډېر موټرونه په سپین بولدک کې ولاړ دي، همدارنګه د انګورو بار موټرونه هم ولاړ دي. د ټولو تازه مېوو بار موټر تر ۲۰۰ ډېر دي چې دروازې ته نږدې او پر لویه لاره ولاړ دي.»

د سپین بولدک د تازه مېوو د اتحایي مسوول زیاتوي، چې څو ورځې وړاندې یې د پاکستاني سوداګرو سره د لارې د خلاصېدو په اړه ګډه ناسته لرله، خو اوس د لارې خلاصېدل د استانبول د ناستې تر پریکړې ځنډول شوې ده.

د زمري الکوزي په نوم یو سوداګر افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کندهار د تازه مېوو ډېره برخه صادرات پاکستان ته کوي، خو اوس د دواړو هېوادونو د سیاستونو له امله سخت زیانمن شوی دی.

نوموړي وویل:«هر کال چې د انارو باغ رانیسو، نو موږ ته له مخې تشویش پیدا وي، ځکه د تازه مېوو د صادراتو پرمهال حتماً پاکستان لار تړي، سږکال خو جګړه وشوه، تېر کال چې هېڅ خبره نه وه، پاکستان مالیات لوړ کړل او زه سخت تاواني شوم. اوس دې حکومت زموږ د تازه مېوو لپاره له پاکستان پرته بل مارکیټ پیدا کړي.»

پر همدغه مهال د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بنا افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د سپین بولدک د لارې بندېدو له امله د دواړو لوریو سوداګرو ته هره ورځ شاوخوا یو میلیون ډالر تاوان اوړي.

نوموړي ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ شخړې وړاندې هره ورځ د کندهار له انارو بار شاوخوا لس موټرونه پاکستان ته داخلیدل.

نوموړي زیاته کړې:« تقریبا ۱۵ ورځې وړاندې چې لا هم د انارو د حاصلاتو سیزن تازه شروع شوی و لس موټرونه پاکستان ته واوښتل اوس چې د انارو ټاپ سیزن دی باید هره ورځ تر ۴۰ موټرو انارو پاکستان ته اوښتلای، خو اوس چې لاره بنده ده د انارو ډک موټرونه دروازې مخ ته ولاړ دي او د خرابېدو سره مخ دي.»

نوموړی وايي، اقتصاد باید د سیاست قرباني نه شي او لارې دې د سوداګرۍ پر مخ خلاصې شي.

دمګړی د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې تړلې دي، خو یوازې د سپین بولدک له لارې افغان کډوالو کورنیو ته افغانستان ته د داخلیدو اجازه ورکول کېږي.

افغان سوداګر هیله لري، چې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ استانبول کې تر مذاکراتو وروسته ښايي لارې پرانېستل شي.

نور خبرونه

رادیو