د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف خبرداری ورکړی، چې که د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ په انقره کې روانې خبرې ناکامې شي نو پاکستان به مستقیمې جګړې ته داخل شي. هغه زیاته کړه: «هغه کسان چې موږ ورسره په دوحه کې خبرې وکړې ټول په پاکستان کې لوی شوي دي.»
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف دا څرګندونې نن شنبه، د لړم ۳مه په سیالکوټ کې خبریالانو ته وکړې.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ په استانبول کې خبرې روانې دي.
خواجه اصف د دوحې خبرو اترو کې د پاکستاني پلاوي مشري کوله.
د طالبانو په استازیتوب د دفاع وزیر یعقوب مجاهد او عبدالحق وثیق په خبرو اترو کې حاضر وو.
د دوحې په خبرو اترو کې، دواړو خواوو په سمدستي اوربند موافقه وکړه او د خبرو اترو دویم پړاو نن په استانبول کې پیل شوی دی.
د پاکستان د دفاع وزیر د دواړو خواوو ترمنځ ترینګلو اړیکو ته په اشارې سره وویل:«موږ له ۴۰ کلونو راهیسې د افغانانو کوربهتوب کړی. هغه کسان چې موږ ورسره په دوحه کې خبرې وکړې په پاکستان کې لوی شوي دي خو زه نه پوهېږم چې ولې افغانستان له موږ سره داسې چلند کوي.»
هغه دا هم وویل، چې افغان طالبان اوس مهال د پاکستان پر وړاندې د هند د نیابتي ځواک په توګه عمل کوي.
هغه وویل: «موږ باید یوازې یو هدف ولرو، او هغه دا چې د ګاونډیانو په توګه په ورورګلوۍ او درناوي سره یوځای ژوند وکړو.»
هغه د خپلې وینا په یوه برخه کې د دوحې د خبرو اترو پایلو ته په اشارې سره وویل: «په تېرو څلورو یا پنځو ورځو کې هېڅ پیښه نه ده رامنځته شوې، مګر که خبرې اترې یوې موافقې ته ونه رسیږي، موږ به له افغانستان سره په یوې مستقیمې جګړه کې ښکیل شو.»
پاکستاني طالبانو په دوحه کې د طالبانو او پاکستان د موافقې له رسیدو راهیسې بریدونه بند کړي دي.
د افغان طالبانو متحدې ډلې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر وړاندې هېڅ برید نه دی کړی ځکه چې افغان طالبان د پاکستان له حکومت سره د سولې تړون ته رسیدلي دي.
استانبول کې په خبرو اترو کې د طالبانو د کورنیو چارو، دفاع او بهرنیو چارو وزارتونو شپږ چارواکي او اووه پاکستاني ډېپلوماټانو او امنیتي چارواکو ګډون کړی.
د خبرو اترو په دې پړاو کې دواړه خواوې به د دوحې د موافقې د پلي کولو په جزییاتو خبرې وکړي.
پاکستان له طالبانو څخه غوښتي چې د ټيټيپي د فعالیتونو مخه ونیسي او طالبانو په اسلام اباد غږ کړی، چې د دې ډلې د مخالفینو ملاتړ ودروي.

