د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویلي چې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د دې وزارت کلتوري اتشې حمیدالله تمکین د هند د سفارت له کلتوري اتشې راجبیر سینګ سره لیدنه کړې ده.
په دې لیدنه کې تمکین د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي همکاریو د لا پیاوړتیا او پراختیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت نن شنبه (د لړم ۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره پر اېکسپاڼې لیکلي، چې په دې لیدنه کې د ولسونو ترمنځ د پخوانیو تمدني، ژبني او هنري اړیکو یادونې ته په اشارې سره د طالبانو کلتوري اتشې حمیدالله تمکین وویل، چې دغه ګډ ارزښتونه کولای شي فرهنګي، علمي او تعلیمي برخو کې لا پیاوړو اړیکو لپاره ښه زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان دا مهال د فرهنګي او د خپلو ملي او تاریخي ارزښتونو د بیا راژوندي کولو په یو نوي پړاو کې دی او د دوستو هېوادونو، په ځانګړي ډول د هند فرهنګي همکاریو هرکلی کوي.
په ورته وخت کې د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د هند کلتوري اتشې راجبیر سینګ ژمنه وکړه چې، هند چمتو دی له افغانستان سره په فرهنګي، تعلیمي، هنري او تاریخي میراثونو برخو کې لا زیاته همکاري وکړي.
د طالبانو په اعلامیه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې دواړو خواوو د فرهنګي پلاوو په تبادلې، د ګډو فرهنګي او هنري پروګرامونو د جوړولو او د علمي او فرهنګي بنسټونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

