د تلې پر ۱۷ مه د کابل او پکتیکا پر ځینو سیمو د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته، د طالبانو مشرتابه له دې حساسې پرېکړې سره مخ شو، چې څنګه داسې یو غبرګون وښيي چې جګړه ونه غځېږي، خو د واکمنې ادارې اعتبار هم زیانمن نه شي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په کندهار کې د دې ډلې مشر مولوي هبت الله اخوندزاده په همدې ورځ د دیني علماوو یوه بیړنۍ مشورتي غونډه راوغوښته، چې د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د طالبانو د ادارې د غبرګون د څرنګتیا په اړه ددوی نظر واوري.
د سرچینو په وینا، هبت الله او هغه ته نږدې شیخان د پاکستان هوايي بریدونو غوسه کړي و او د دوی مشوره دا وه، چې د چوپتیا پرځای ددې ډلې نظامي ادارو ته واک ورکړل شي، چې د پاکستان بریدونو ته نظامي ځواب ورکړي.
ملا هبت الله په کابل کې د طالبانو دفاع وزارت ته امر وکړ، چې د نظامي کمېسیون غونډه راوغواړي او د افغانستان د هوايي حریم د نقض په ځواب کې په بشپړ صلاحیت د «دفاعي بریدونو» په تړاو یوې پرېکړې ته ورسیږي.
له دې غونډو یوې باخبره سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د هبت الله له امر او کابل ته د ځوابي بریدونو د صلاحیت له انتقال وروسته د طالبانو په دفاع وزارت کې د یاد وزارت د وزیر ملایعقوب مجاهد په مشرۍ ناسته وشوه، چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق، د طالبانو جګړه ییز قوماندان او د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر او د دې ډلې د بلخ والي یوسف وفا پکې ګډون درلود.
سرچینې وویل: « په ناسته کې پرېکړه وشوه، چې باید د پاکستان تیري ته ځواب ورکړل شي او د طالبانو حکومت غلی پاتې نه شي. وروسته د نظامي کمېسیون پرېکړه په کندهار کې هبت الله ته واورول شوه او هغه په ځواب کې وویل، چې تاسې د انتقامي بریدونو برخه کې بشپړ صلاحیت لرئ.»
د تلې پر ۱۹مه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې مولوي یعقوب د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې په اتو سیمو کې خپلو جنګیالیو ته امر وکړ، چې ځوابي بریدونه یا د طالبانو په وینا، « انتقامي بریدونه» ترسره کړي.
خو څو ساعته وروسته د طالبانو دفاع وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د پاکستان د پوځ له لوري په مکرر ډول د افغانستان د حریم نقضولو او د افغانستان پر خاوره د هوايي برید په ځواب کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې عملیات پای ته ورسېدل.
طالبانو ادعا وکړه، چې د پاکستاني ځواکونو پر امنیتي پوستو یې عملیات بریالي وو او یاد عملیات د افغانستان پر وخت د شپې دوولس بجې پای ته ورسېدل.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، له پاکستان سره په جګړه کې مولوي هبت الله د هېڅ کومې امنیتي ناستې مشري نه ده کړې او نه یې هم په دې موده کې د خپلو امنیتي ادارو له لومړۍ درجه مسوولانو سره لیدلي دي.
سرچینه زیاتوي: « د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان د حریم نقضولو او د افغانستان پر خاوره د هوايي برید د ځواب صلاحیت ملاهبت الله د خپلو امنیتي ادارو مسوولینو ته ورکړی و خو جکړه د ملایعقوب مجاهد په امر پیل شوه او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د تاکتیکي مدیریت او د ځواکونو د تنظیم چارې د طالبانو د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر پرمخ وړلې.»
قیوم ذاکر چې د ایران سپاه او قدس ته نږدې څېره ګڼل کیږي او د هېواد په شمال کې د طالبانو ضد ډلو پر وړاندې فعال قوماندان دی، له پنجشیر ولایت څخه خپل یو شمیر ځواکونه ډیورنډ کرښې ته انتقال کړل.
د پاکستان د پوځ پرضد د طالبانو د څو ساعته عملیاتو له پای ته رسېدو وروسته، د تلې پر ۲۰مه په کندهار کې مېشت د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې د حکومت د رسنیو په مرکز کې یوې خبري ناستې ته راڅرګند شو او اعلان یې وکړ، چې تېره شپه یې په بېلابېلو ولایتونو کې پر ډیورنډ کرښه د بریدونو په ترڅ کې ۵۸ پاکستاني پوځیان وژلي او ۳۰ نور یې ټپیان کړي دي. هغه وویل چې ۹تنه طالب جنګیالي هم وژل شوي او ۱۸نور ټپیان دي.
په کندهار کې دوو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ملاهبت الله د محدودو او تاکتیکي دفاعي عملیاتو پلوی و او تمه یې نه درلوده چې له اسلام اباد سره به یې جګړه وغځیږي او پاکستان به یو ځل بیا په کابل او پکتیکا کې بریدونه وکړي.
سرچینو وویل:« خپله یې نوره جګړه نه غوښته او نه یې رهبري کوله، خو ددې پلوی و چې که د پاکستان له خوا تیری تکراریږي باید ځواب ورکړل شي .»
سرچینې وايي، سره له دې، چې هبت الله د جګړې پرمهال له خپلو پوځي مسوولانو سره لیدنې نه درلودې، خو ددې ډلې د دفاع وزارت مرستیال قیوم ذاکر د جګړې په اړه وخت پر وخت معلومات ور کول.
منځګړیتوب او د اوربند هڅې
سرچینې وايي، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده د جګړې د مخنیوي لپاره کابل ته د خبرو اترو واک هم ورکړی و.
سرچینې زیاتوي: « له څو ورځو نښتو وروسته چې قطر او ترکیې منځګړیتوب ته چمتووالی وښود، د طالبانو دفاع وزارت له کندهار سره اړیکه ونیوله چې د خبرو او دوحې ته د سفر لپاره اجازه واخلي.»
د هبت الله دفتر د مولوي یعقوب مجاهد په مشرۍ پلاوي ته اجازه ورکړه، چې قطر ته لاړ شي او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف په مشرۍ پاکستاني پلاوي سره د اوربند په اړه یوې هوکړې ته ورسیږي.
د سرچینو په وینا، د کندهار والي او د طالبانو د مشر نږدې همکار ملا شیرین د سلامشورو په بهیر کې له پاکستان سره د جګړې پلوی نه و او د طالبانو د امنیتي ادارو له ځینو مشرانو یې غوښتي و، چې د جګړې پر ځای د خبرو اترو لاره غوره کړي، خو نظامي کمېسیون د هغه خبرو ته غوږ ونه نیوه.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د جګړې پرمهال پکتیکا ته سفر وکړ خو په خپله وینا کې یې له پاکستان سره نښتو ته هېڅ اشاره ونه کړه، مګر هغه ته نږدې کس او د نوموړي کفیل محمد نبي عمري په خوست کې د نوي والي د پېژندنې په غونډه کې پر پاکستان توندې نیوکې وکړې.
هغه وویل: « پاکستان یرغلګر دی او باید له عقل څخه کار واخلي. پاکستان د تحریک طالبان پاکستان شرعي او منطقي غوښتنې نه مني.»
نوموړي خبرداری ورکړ: «وخت رارسېدلې چې ډیورنډ هم د افغانستان برخه شي.»
په کابل کې د امنیتي سرچینو په وینا، د هبت الله ترڅنګ د ځينو طالب مشرانو وېره دا وه، چې که جګړه ادامه پیدا کړي نو د دوی د درندو وسلو زېرمې به تشې شي، خو کله چې په دوحه کې د منځګړتوب وړاندیز وشو، طالبانو د جګړې درولو لپاره دا غوره فرصت وباله.
که څه هم تر اوسه په ښکاره اوربند نه دی مات شوی خو پاکستان بیا هم ټینګار کوي، چې تحریک طالبان پاکستان د خپلو بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي. طالبان دغه ادعا ردوي او ټینګار کوي، چې هېڅ وسله والې ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو خلاف وکاروي.
د تلې پر ۱۷مه پر کابل د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته داسې اوازې خپرې شوې، چې په برید کې د ټي ټي پي د مشر مفتي نور ولي موټر په نښه شوی، خو له اوربند وروسته د پاکستاني طالبانو مشر یو ویډیويي پیغام خپور کړ، چې دی په کابل کې نه دی او د خیبر پښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې اوسیږي.
له کندهار او کابل نه دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان په ترکیه کې د دویم پړاو خبرو لپاره په مشورو بوخت دي، چې څنګه د ګډ میکانیزم ناستې ته له اسنادو او مسلکي ډلې سره لاړ شي.
په وروستیو ورځو کې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیزې مرکې زیاتې شوې دي او پر دې ټینګار کوي، چې طالبان د پاکستان پر وړاندې نرمه پالیسي لري او نه غواړي د اسلام اباد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
د شنونکو په باور، طالبان به په استانبول ناسته کې هم په دې ټینګار وکړي، چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي مساله ده او دوی د تېر په څېر په دې برخه کې یوازې د خبرو اترو په برخه کې مرسته کولای شي.

