د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه کې پر ۳۵ پروژو بحث شوی، خو له دې ډلې د ۳،۵ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۲ پروژې منظورر شوې دي.
طالبانو ویلي، په منظور شویو پروژو کې استنادي دیوالونه، کانالونه، په یو شمېر ولایتونو کې د ولسوالیو ترمنخ غځېدلي سړکونه، د میدان وردک ولایت د ولوړو زده کړو موسسي د لیلیې ودانۍ او ځینو ولایتونو کې د برېښنا رسونې پروژو د پاتې چارو بشپړول شامل دي.

