د طالبانو امربالمعروف وزارت یو پلاوی د خوست له ټولو نظامي ادارو څخه درې ورځنی نظارت کوي

پرون

د طالبانو د خوست والي ویاند وايي چې ددې ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت یو پلاوی د خوست ولایت له ټولو نظامي ادارو څخه درې ورځنی نظارت کوي.

ویاند زیاتوي، چې د دې څارنې موخه دا ده څو د اسلامي او اداري اصولو د پلي کېدو څرنګوالی و ارزول شي او اړوندې سپارښتنې وړاندې شي.

د طالبانو د خوست ولایت د والي ویاند مستغفر ګربز نن شنبه (د لړم ۳مه) پر اېکس‌پاڼې د دې ډلې د والي عبدالله مختار له قوله لیکلي، چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت نظامي برخه د همدې موخې لپاره ټاکل شوې، څو د اسلامي شریعت د نظام اصول لومړی په خپلو ځانونو او وروسته په اړوندو ادارو کې عملي او پلي شي.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي نظام د دوام، ثبات او اغېزمنتیا لپاره اړینه ده، څو ټول مسوولین د شریعت، نظم او د نظامي اصولو په رڼا کې خپلې دندې ترسره کړي.

مولوي موسی کليم چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر د ياد پلاوی مشري په غاړه لري ویلي چې د دوی د راتګ موخه د خوست ولایت له ټولو نظامي ادارو څخه نظارت دی.

مولوي موسی کليم زیاته کړې، چې امربالمعروف او نهی عن المنکر د اسلامي نظام لپاره وقایه ده او د ټولنې د سمون او اصلاح اساس جوړوي.

نوموړی ټینکار کړی، چې د یادو څارنو پایلې به د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت له مشرتابه سره شريکې کړي، څو د نظامي برخو د لا اصلاح او ښه‌والي لپاره اړين ګامونه پورته شي.

په دغه ناسته کې د طالبانو د خوست د نظامي ارګانونو مسوولینو، رییسانو او د خپلواکو ادارو ټولو چارواکو ګډون کړی و.

نور خبرونه

رادیو