د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمدخان شېرپاو د دغه هېواد د دفاع وزیر خواجه اصف پر وروستیو څرګندونو نیوکې وکړې او د هغه خبرې یې د افغانستان او پاکستان د خبرو بهیر ګډوډونکي بللي دي. خواجه اصف ویلي، که خبرې ناکامه شي، له افغانستان سره به ښکاره جګړه پېښه شي.
پخواني پاکستاني وزیر افتاب احمدخان شېرپاو د دغه هېواد د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې غېر مسولانه ګڼلي دي.
نوموړي د شنبې په ورځ (د لړم ۳مه) پر خپلې اېکس پاڼې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف انځور خپور کړی او لیکلي یې دي: «د خواجه اصف دا څرګندونې چې که د پاکستان او افغانستان خبرې ناکامې شي، نو له افغانستان سره به ښکاره جګړه پېښه شي، یو ډېر غېرمسولانه او غېرضروري چلند دی.»
نوموړي اندېښنه ښودلې، چې د یوه لوړپوړي وزیر داسي څرګندونې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او خبرو بهیر ګډوډوي.
شېرپاو هیله ښودلې، چې د پاکستان او افغانستان خبرې د جګړې پر ځای د سیمې د سولې د پرمختګ لپاره مثبته پایله ولري او په دې سره د خلکو ژوند هم ښه شي.

