د طالبانو او پاکستان کړکېچ؛ سوداګري له ۱۳ ورځو راهیسې درېدلې ده

۱۳ ساعتونه مخکې

د طالبانو او پاکستان تر منځ د نښتو او ناندریو له امله د دواړو لورو تر منځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې له ۱۳ ورځو راهیسې لارې تړل شوې دي. په دې موده کې دواړو خواو ته په موټرو کې صادراتي میوې او سابه خراب شوي، چې ډيری سوداګرو ته یې مالي زیانونه اړولي دي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ په هر ډول شخړه او ناندرۍ کې پاکستان لوری په لومړي سر کې له افغانستان سره ټولې لارې بندوي او د دواړو لورو تر منځ له یو اونیزې جګړې او اوربند وروسته دا ۱۳مه ورځ ده چې ټولې لارې تړلې پاتې دي، خو یوازې د چمن یا سپین بولدک له لارې د افغان کډوالو د اېستلو لپاره اجازه ورکول کېږي.

د پاکستان د ګمرکونو د مسوولینو په وینا، د افغانستان او پاکستان تر منځ له جګړې راهیسې شاوخوا ۱۰ زره افغان کډوال افغانستان ته استول شوي په داسې حال کې چې ۱۲۰۰ خالي کانتینري موټر ته بېرته پاکستان ته د ننوتلو اجازه ورکړل شوې ده.

د دواړو خواو د سوداګرو په وینا، دمګړۍ د تورخم، خرلاچي، انګور اډې او غلام خان د دروازو په دواړو خواو کې د تازه میوو او سبزیجاتو سلګونه بار موټر ولاړ دي او د ډېریو موټرو میوې او سبزیجات خوسا شوي دي.

د پاکستان د ګمرکونو د مسوولینو په وینا، دمګړۍ پر غوښو، میوو، سبزیجاتو او جوس بار سلګونه بار وړونکي او کانتینري موټر د چمن- کراچۍ تر منځ او همداراز په تورخم او په سویلي وزیرستان کې انګور اډه، په شمالي وزیرستان کې غلام خان او په کرم ولسوالۍ کې د خرلاچي د لارو په اوږدو کې ولاړ دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په دې موده کې څه باندې ۵۰۰ موټر انګور او نورې تازه میوې او همداراز سبزیجات چې پاکستان ته صادرېدل خوسا شوي دي.

خان جان الکوزی: د لارو د تړل کېدو له امله تر اوسه د ۵۰۰ موټرو میوې او سبزیجات خوسا شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر دې مخکې د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې (اېف‌ بي ار) امر کړی و، چې په کراچۍ بندر کې دې د افغانستان اړوند د ټرانزیټي سوداګرۍ د مالونو لېږد رالېږد بهیر په بشپړه توګه ودرول شي. دغه اداره وایي، دغه بندیز به تر نامعلومې نېټې پورې دوام ولري.

د افغانستان او پاکستان تر منځ په نورمال حالت کې پر پنځو سوداګریزو لارو شاوخوا ۲ زره سوداګریز موټر تګ راتګ کوي، خو له ۱۳ ورځو راهیسې دغه بهیر په ټپه درېدلی او دواړو لورو ته سوداګر او ورسره عام ولس سخت زیانمن شوي دي.

سوداګرو بیا تل له دواړو لورو تل غوښتي چې سوداګريز مسایل له سیاسي او امنیتي مسایلو جلا کړي، څو ورسره له سوداګرو سربېره د کرښې د دواړو خواو خلک زیانمن نه‌شي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، له افغانستان سره د لارو د بندېدو له امله د پاکستان په بازارنو کې د تازه میوو او سبزیجاتو بیې ډېرې لوړې شوي او عام ولس یې پر پاکستان په نیوکو سره وايي، چې لارې باید ژر تر ژره خلاصې کړي.

نور خبرونه

رادیو