سراج الحق: د پاکستان او طالبانو ترمنځ جګړه له لېونتوب پرته بله مانا نه‌لري

۶ ساعتونه مخکې

د پاکستان جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق تازه له خیبر ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د هیچا په ګټه نه ده او یوازې د دې دواړو هېوادونو دښمنان پرې خوشاله کېږي.

هغه زیاتوي: « زه قطر او ترکیې ته کورودانی وایم، چې د دې دوو هېوادونو ترمنځ یې منځګړتوب وکړ».

سراج الحق وویل، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې شخړې او جنجالونه د هندستان په ګټه دي. د نوموړي په خبره، په دې ناامنه او ترینګلي وضعیت امریکا هم خوشاله ده، ځکه چې امریکا په افغانسان کې ماته شوې ده.

سراج الحق زیاته کړه: «امریکا داسې فکر کوي، چې په افغانستان کې د امریکا په ماتولو کې د پاکستان لاس هم و، ځکه امریکا په دې ډول افغانستان او پاکستان دواړو ته د خپلې ماتې سزا ورکوي».

دې پښتون سیاستوال وویل چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ جګړه د امریکا او هندستان په ګټه ده او له لېونتوب پرته بل هیڅ مانا نه لري.

د جماعت اسلامي پخوانی مشر وايي:« افغانستان او پاکستان دواړه اسلامي هېوادونه دي، د دواړو خواوو هېوادونو مشرانو ته په کار ده، چې احتياط وکړي او د دښمنانو د دسیسو ښکار نه شي».

دا سیاسي مشر په پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه وايي، پاکستان د ترهګرۍ قرباني دی، موږ په پاکستان کې له افغان کډوالو څخه غواړو، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د پاکستان ملاتړ وکړي، ځکه اسلام اباد څلوېښت کاله د افغانستان ملګرتیا کړې ده.

سراج الحق زیاته کړه، چې همدا اوس په پاکستان کې ۲۰- ۲۵ لکه افغانان اوسېږي، ښه ارام ژوند لري او خلک په درنه سترګه ورته ګوري.

سراج الحق به ترکیه کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ د اوربند او سولې د خبرو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې زیاته کړه: «زه د قطر او ترکیې حکومت ته کور ودانی وایم، چې هغوی دواړه هېوادونه خپل کور ته وروبلل او هغوی یې خبرو ته سره کېنول، زه هیله لرم چې دا خبرې د سولې او امنیت لپاره ښه نتیجه ولري».

دا چې د پښتونخوا ایالت له طالبانو سره د خبرو وړاندیز کړی، خو مرکزي حکومت اجازه نه ورکوي، په دې اړه سراج الحق وویل: «که پښتونخوا ایالت هوډ ولري، چې موږ د ترهګرۍ په ختمولو کې رول ادا کولای شو، که هغه له افغانستان سره خبرې وي او یا په پښتونخوا کې دننه وي، باید د پښتونخوا ایالتي حکومت ته دا فرصت ورکړل شي».

سراج الحق د پاکستان کورنیو اختلافاتو ته په اشارې سره وایي، په هره کچه چې د مرکزي او ایالتي حکومت ترمنځ اختلافات ډېرېږي، هماغومره ترهګرو ته د فعالیت کولو ښه چانس په لاس ورځي.

که څه هم سراج الحق په پاکستان کې د افغان کډوالو د د ارام اوسېدو خبره په ویاړ سره وکړه، خو راپورونه ښيي، چې هره ورځ افغان کډوال په زور او ډله‌ییز ډول څخه شړل کېږي، جایدادونه او شتمني یې پاتې کېږي او په سپکه سترګه هم ورته کتل کېږي.

نور خبرونه

رادیو