ډېپلوماټ مجلې جمعه د (لړم ۲مه) د پاکستان د امنيتي وضعیت په اړه یوه مقاله کې ویلي چې دغه هېواد کې د ټيټيپي، بلوڅ بېلتون پالو او داعـ.ش خراسان څانګې بریدونه د تېر کال پرتله ۷۰ سلنه ډېر شوي. وايي، دې وضعیت د مرکزي او ایالتي حکومتونو او سياسي ګوندونو ترمنځ اړیکې نورې هم پېچلې کړي.
ډیپلوماټ مجله لیکي، پاکستاني طالبان، بلوڅ بېلتونپال او داعش خراسان څانګه هغه درې وسله والې ډلې دي، چې د خپلو ځانګړو ایډیالوژیو، هدفونو او تاکتیکونو له لارې د پاکستان امنیت ته لوی ګواښ دی.
د دې مجلې په وینا، دا هغه ډلې دي، چې په ۲۰۲۵ کال کې یې بریدونه ډېر شوي او پاکستان ته یې لوی سرخوږی جوړ کړی دی.
ډیپلوماټ زیاتوي، پاکستان دا مهال له ترهګرۍ سره په ډېر خونړي پړاو کې دی. د دې ډلو بریدونه د ۲۰۲۴کال پرتله ۷۰ سلنه ډېر شوي او اوس هم دوام لري.
د دې تبصرې لیکوال لیکي: «دې دریو واړو ډلو خپلې شبکې او تګلاري پياوړي کړي او د پاکستان د امنیتي ادارو له کمزوريو څخه په استفادې سره خپل نظامي هدفونه په نښه کوي».
لیکوال زیاتوي، دپاکستاني طالبانو تحریک له ۶زرو څخه تر ۶۵۰۰ زرو پورې جنګیالي لري. په وروستیو کې یې په پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې هم نظاميفعالیتونه پراخ کړي دي.
ډیپلوماټ وړاندې کاږي، د پاکستاني طالبانو ډله د ټولنیزو رسنیو له لارې تبلیغات کوي، د پښتنو له ملي احساساتو څخه استفاده کوي او په دې ډول هغوی خپلو جنګي لیکو ته وربولي.
په تبصره کې ویل شوي: «بلوڅ بیلتونپاله ډله اوس په یوه منظم غورځنګ اوښتې، چې د پاکستان پوځ او چین پروژې په نښه کوي. د بلوچستان ملي پوځ (BNA) په نوم نوي جوړې شوي جنګي ډلې په جوړېدو سره دا غورځنګ په ستر پاڅون اوښتی او خطرناکه بڼه یې غوره کړې ده».
په تبصره کې مخکې ویل شوي، د داعش خراسان ډله د سیمې او نړۍ لپاره ډېره خطرناکه ده. دا ډله په افغانستان کې دننه او پاکستان سره پر فرضي کرښه فعالیتونه لري او هڅه کوي، چې خپل بریدونه منځنۍ آسیا، ایران او روسیې ته هم وغځوي.
په تبصره کې د پاکستان هوايي بریدونو ته هم اشاره شوې او ویل شوي، چې اسلام اباد بیا پر ډیورنډ کرښه پوځي عملیات پیل کړي او د وسلهوالو ډلو د مشرانو پر ضد یې هوايي بریدونه پيل کړي، خو د مرکزي حکومت او ایالتونو ترمنځ سیاسي اختلافاتو او خلکو بې باورۍ دا مبارزه ټکنۍ کړې ده.
ډیپلوماټ مجله د کارپوهانو له خولې لیکي: «پاکستان باید د هرې ډلې لپاره جلا تګلاره جوړه کړي، سیاسي او ټولنیزو اصلاحاتو ته لومړیتوب ورکړي او د سیمې له هېوادونو سره ګډې امنیتي همکارۍ ته پاملرنه ډېره کړي».
ډیپلومات مجله زیاتوي، که پاکستان موثره او ځانګړې امنیتي تګلارې غوره نه کړي، دا درې واړه جنګي ډلې کولی شي، چې د پاکستان او سیمې د ثبات لپاره ستر ګواښ پېښ کړي.

