سرچینې: د طالبانو له استازو سره په ترکیه کې د خبرو لپاره پاکستان خپل پلاوی ټاکلی دی

۱۵ ساعتونه مخکې

ځينې سرچینې وایي، چې د طالبانو سره د دوحې هوکړې په تعقیب په ترکیه کې د خبرو لپاره د پاکستان له خوا پلاوی ټاکل شوی دی.

د سرچینو په وینا، په یاد پلاوي کې د افغانستان لپاره د پاکستان د استخباراتو مسول، د پوځ عملیاتي مشر او د بهرنیو چارو وزارت استازی شامل دي.

تر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال حاجي رحمت الله نجیب‌ په مشرۍ هم یو پلاوی ترکیې ته په سفر تللي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، ټاکل شوې ده چې په دې ناسته کې د پاتې مسایلو او د پلي‌ کېدو څرنګوالي په اړه مفصلې خبرې وشي.

د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د دوحې وروستۍ خبرې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب ترسره شوې وې، چې موخه یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوربند او د وروستیو کړکېچونو حل ښودل شوی و.

نور خبرونه

رادیو