تړلې دروازې؛ چمن کې سلګونه ایسارې کورنۍ له کړاو سره مخ دي

۱۱ ساعتونه مخکې

د ډیورنډ کرښې هغې غاړې د بلوچستان ایالت په چمن سیمه کې سلګونه هغه افغان کورنۍ چې خپل هېواد ته د اوښتو په تمه دي، د دروازې بندیدو له امله له سختو ستونزو او کړاو سره مخې دي.

په سپین بولدک او چمن کې ځینو ځايي سرچینو افغانستان انټرنشل – پښتو ته وویل دا چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونه په موقت ډول د چمن – سپین بولدک لار پرانیزي په چمن کې د افغان کډوالو ډېره ګڼه ګوڼه جوړه شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې که څه هم د چمن- سپین بولدک لار په وقفه‌یي توګه پرانېستل کېږي؛ خو دا چې د افغان کډوالو شمېر زیات دی ټول نه شي کولای په لږه موده له کرښې واوړي.

سرچینه ادعا کوي چې پاکستاني پوله ساتي ځواکونو له ځینو کورنیو د نوبت او له کرښې د اوښتو په بدل د پیسو غوښتنه هم کوي.

په ورته وخت په ټولنیزو رسنیو کې هم ځینې داسې ویډیو ګانې خپرې شوي چې د چمن ځینې اوسېدونکي د سیمې له خلکو غواړي چې دلته د بند پاتې شویو افغان کورنیو سره مرسته وکړي.

د معلوماتو پربنسټ دا چې د شپي لخوا هوا سړه وي؛ نو په چمن کې د بند پاتې افغان کډوالو ماشومان د ډول ډول ناروغیو له ګواښ سره مخامخ دي. په پاکستان کې رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تازه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلی چې تر بلې خبرتیا به د پر ډیورنډ کرښې ټولې لارې تړلې وي.

 

نور خبرونه

رادیو