په بغلان او کونړ ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او لس نور ټپیان دي

۱۸ ساعتونه مخکې

په بغلان او کونړ ولایتونو کې په دوو جلا ټرافیکي پېښو کې ۳ کسان مړه او لس نور ټپیان دي. په بغلان ولایت کې د طالبانو د پولیسو ویاند شېر احمد برهاني ویلي، پېښه د مرکزي بغلان په «تپه پشه‌یي» سیمه کې هغه مهال شوې چې یو موټر له سړک نه واوښت او له امله یې یو کس مړ او پنځه نور ټپیان شول.

د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د کونړ ولایت لپاره د طالبانو د ټرافیکو مدیر صلاح‌الدین ایوبي په حواله لیکلي، چې یو سراچه ډوله موټر د اسمار ولسوالۍ د چپکو په سیمه کې له سړک اوښتی چې له امله یې دوه کسان مړه او ۶نور ټپیان شوي دي.

یادو سیمه‌ییزو چارواکو د دواړو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او د سرعت زیاتوالی بللی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې د کابل د ټرافیکو په ریاست کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي و، چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ټرافیکي پېښو په کچه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ټرافیکو په ریاست کې سرچینو ویلي و، چې د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې د ټرافیکي پېښو له امله تر ۱۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو