د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې د افغانستان په اقتصادي سکټور کې ونډه واخلي.
دغه غوښتنه په داسې حال کې ده، چې طالبان له روسیې پرته بل هېڅ هېواد په رسمیت ندي پېژندلي.
په داسې حال کې چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان شتمنۍ کنګل شوې او پرې د نړۍوالې ټولنې له لوري ګڼ بندیزونه هم لګېدلي د طالبانو د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظري د جمعې په ورځ (د لړم ۲مهم) د افغانستان لپاره د بریتانیا له ځانګړي استازي ریچارد لېندسي سره په کتنه کې د اقتصادي مسایل او همداراز له نړۍوالې ټولنې سره د افغانستان د تعامل په تړاو خبرې کړې دي.
عبداللطیف نظري زیاتوي، «په دې کتنه کې مې له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې په افغانستان کې د اقتصاد په بنسټیزو چارو، پانګونو او تل پاتې اقتصادي پراختیا کې ونډه واخلي.»
دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، د نړۍوالو له لوري تمویلېدونکې پروژې په ټپه درېدلي او ډېری یې همداسې نیمګړې پاتې دي.

