د طالبانو د حج او اوقافو وزارت د جمعې لمانځه لپاره د هېواد د ټولو جوماتونو ملا امامانو او خطیبانو ته په استول شوي تقریر کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، ویلي دي چې له پنځوسو کلونو او په ځانګړې توګه د طالبانو له حاکمیت وروسته افغانستان کې د ګاونډيانو لاسوهنې روانې دي.
د طالبانو د ارشاد، حج او اوقافو وزارت د مساجدو اوحُسَینو د ارشاد او انسجام ریاست د هېواد د ټولو جوماتونو ملا امامانو او خطیبانو ته د «نړۍوالو فشارونو او د ګاونډیو د لاسوهنو پر وړاندې د یووالي او استقامت د ساتلو د اړتیا» تر سرلیک لاندې لیکلی تقریر سپارلی و.
په دې تقریر کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخیستل شي، ویل شوي چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ سره سم، له نړۍوالو سربېره ګاونډیان هم د افغانستان په چارو کې «ناوړه» او د نړۍوالو اصولو خلاف مداخله کوي.
په دې بیان کې د پاکستان له نوم اخیستلو پرته هغه ګاونډی چې د افغانستان پر پلازمېنه کابل او همداراز پر کندهار او پکتیکا هوايي بریدونه کړي ډېر «سپین سترګی» بللی دی.
ویل شوي، چې د ګاونډیانو د دغو «بې شرمانه» مداخلو مقصد دا دی چې افغانان د هغوی «ناجایزې او نا معقولې» غوښتنې ومني او د خپلې خاورې واک ور وسپاري او یا یې هم په سیاسي واک کې شریک کړي.
په دغه بیان کې د «ناجایزو او نا معقولو» غوښتنو په تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي، خو دومره ویل شوي، «هغوی غواړي چې د خپل ځان او مال اختیار ورکړو، زموږ ګاونډیانو له موږ څخه غواړي چې د الله تعالی د راکړو ثروتونو، معدنونو او اوبو څخه سالمه ګټه وانخلو، هغوی غواړي چې په افغانستان کې باید هېڅ اقتصادي حرکت او پرمختګ ترسره نهشي او موږ باید لاس تر زنې کښېنو او هغوی پرېږدو چې زموږ په داخلي چارو کې چې څرنګه یې خوښه وي، هسې لاسوهنې وکړي.»
په دغه بیان کې راغلي، «زموږ ګاونډیانو وايي چې زموږ په خوښه به تاسو خپله سیاسي پالیسي عیاروۍ او له نړۍوالو سره به روابط زموږ په خوښه ټينګوۍ.... ته به وایې چې موږ د هغوی حلقه به ګوش غلامان یو.»
دغه بیان زیاتوي، افغان ولس به هېڅکله هم د ګاونډيانو ناړه او غیر مشروع غوښتنو ته د غلامۍ سر ټيټ نهکړي.
په دغه بیان کې په ټوله کې د نړۍوالو او په ځانګړې توګه د ګاونډیانو پر وړاندې د افغانانو پر یووالي او استقامت ټینګار شوی دی.

