د طالبانو او پاکستان تر منځ له یوې اونۍ جګړې وروسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب په دوحه کې د تلې په ۲۶مه د اوربند هوکړه لاسلیک شوه.
دواړه لوري به د ترکیې په کوربه توب د یادې هوکړې د میکانیزم پر څرنګوالي نن شنبه(د لړم ۳مه)په استانبول کې مزاکرات پیل کړي.
طالبانو پرون (جمعه د لړم ۲مه) له پاکستان سره د استانبول غونډې لپاره د کورنیو چارو وزارت د مرستیال رحمتالله نجیب په مشرۍ یو پلاوی معرفي کړ او یاد پلاوی ترکیې ته رسېدلی.
طالبانو ویلي، په دې غونډه کې به له پاکستان سره د پاتې مسایلو د پليکېدو څرنګوالي په اړه مفصلې خبرې وشي.
بلخوا ځینو سرچینو رسنیو ته ویلي چې پاکستان په ترکیه کې د طالبانو له استازو سره د خبرو اترو لپاره د پاکستان استخباراتو کې د افغانستان د برخې مسوول، د پوځ عملیاتي مشر او د بهرنیو چارو وزارت استازی ټاکلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندرابي د جمعې په ورځ (د لړم ۲مه) په خپل اونیز خبري کنفرانس کې وویل، له افغان طالبانو سره به د اوربند هوکړې په دویم پړاو مذاکراتو کې له افغانستان څخه د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په موخه هم خبرې وشي.
نوموړي وویل:«د ترکیې په کوربهتوب د اکټوبر په ۲۵مه په استانبول کې د راتلونکې غونډې په ترڅ کې به د څارنې د یوه مشخص او تایید وړ میکانیزم پر جوړولو خبرې وشي،څو د ترهګرۍ ګواښ ته رسېدنه وشي. په دې خبرو کې به د افغانستان له خاورې څخه سرچینه اخیستونکې ترهګرۍ په اړه بحث وشي.»
د پاکستان او افغان طالبانو تر منځ د جګړې اور وروسته له هغې بل شو، چې د پاکستان هوايي ځواکونو د وړمې ۵شنبې د تلې ۱۷مه د افغانستان پر پلازمېنه کابل او پکتیکا بمبار وکړ. پاکستان پرته له دې چې په رسمي توګه د یاد برید مسوولیت ومني ویې ویل، د پاکستان د خلکو د امنیت لپاره هر هغه کار چې لازم وي کوي یې.
پاکستان له یادو بریدونو وروسته په غیر مستقم ډول وویل، چې د کابل په برید کې یې د «ټي ټي پي» مشر نور ولي مسید وژلی، خو له یادو بریدونو څو ورځې وروسته د «ټي ټي پي» مشر نور ولي مسید په یوې تازه ویډیو کې، چې په غرنیو سیمو کې یې اخیستې وه وویل د خېبر پښتونخوا ایالت په خېبر ولسوالۍ کې اوسیږي او له خپلو قبایلي سیمو فعالیت کوي.
په هغه وخت کې د طالبانو دفاع وزارت یاد برید بې ساری، له تشدد ډک او کرغېړن او له خپل حریم څخه یې دفاع خپل حق وباله او خبرداری یې ورکړ که له دې وروسته وضعیت هر څومره ترینګلی کيږي مسوولیت به يې د پاکستان پوځ پر غاړه وي.
طالبانو بیا په دویمه شپه یې (د شنبې په ماخوستن د تلې ۱۹مه) په شاوخوا ۲۵۰۰ کیلومتره فرضي کرښه کې د «غچ اخیستنې» په نوم ځمکني عملیات پیل کړل او د شپې تر نیمايي شاوخوا ۱۲ بجو یې دوام وکړ او بیا یې رسماً د جګړې د پای اعلان وکړ.
اسلام اباد بیا پر پاکستان د افغان طالبانو بریدونه بې دلیله وبلل، خو افغان طالبان خبرداری ورکړ که پاکستان بیاځلي د افغانستان حریم نقض کړي، نو په کلکه به ځواب ورکړل شي.
له دغې جګړې وروسته په افغانستان او پاکستان کې تبلیغاتو زور واخیست او ان تر دې چې دواړو لورو یو بل ته د «رژیم» خطاب هم وکړ.
تر هغې وروسته یو شمېر هېوادونو د افغان طالبانو او پاکستان تر منځ د زغم غوښتنه وکړه او په ترڅ کې یې قطر هم ترکیه مخکښ شول او دواړه لوري یې د تلې په ۲۶مه د اوربند لپاره په دوحه کې د یوه مېز تر شا کېنول.
قطر بیا له یادې غونډې وروسته د افغانستان پر وخت د شپې په نیمايي کې (شنبه د تلې ۲۶مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې دواړو لورو پر سمدستي اوربند سلا کړې او تر دې وروسته به د دواړو لورو ترمنځ د تلپاتې سولې او ثبات لپاره نور میکانیزمونه هم رامنځته شي.
د دغې لاسلیک شوې هوکړې متن خپور نشو او د پاکستان دفاع وزیر بیا دغه هوکړه «محرمانه» وبلله او د افغانانو له ګڼو غبرګونونو وروسته د طالبانو دفاع وزارت وضاحت ورکړې ته اړ شو او ویې ویل، «په توافقنامه کې په تمامه معنی اوربند، یو بل ته متقابل احترام، د یو بل په امنیتي ځواکونو، ملکیانو او تاسیساتو د بریدونو نه کول، د خبرو اترو له لارې د ټولو مسایلو حل او یو پر بل د بریدونو نه ملاتر یاد شوي، له دې څخه علاوه که څوک نور څه یادوي هغه حقیقت نه لري.»
په ورته وخت کې د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د تېرې چهارشنبې په ورځ وویل، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړه لا نه ده وروستۍ شوې او له همدې امله په عامه توګه نه ده خپره شوې. نوموړي د نیوکه کوونکو په ځواب کې وویل: «څنګه کېدای شي یو داسې تړون خپور شي چې لا هم وروستی شوی نه وي؟»
خو له دې ټولو سره سره شنونکي وايي، پاکستان د باور وړ هېواد نه دی او تر دې مخکې یې له هر ډول هوکړې پښه اېستلې او مسوولیت ته غاړه نهږدي.

