د هرات امنیتي خبرو ۱۳مه ناسته به راتلونکی کال په برلین کې جوړه شي

۱۵ ساعتونه مخکې

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو او څېړنو انستیتیوټ اعلان کړی چې د «هرات امنیتي خبرو» دیارلسمه ناسته به د راتلونکي کال په حمل میاشت کې په برلین ښار کې ترسره شي.

د دې ناستې اصلي موضوع «د بن کنفرانس د لیدلوري تحقق» ټاکل شوې، چې پکې به د بن د کنفرانس ژمنې د افغانستان د اوسني سیاسي او سیمه‌ییز وضعیت سره پرتله او ارزول کېږي.

د معلوماتو له مخې، دغه ناسته به د ۱۴۰۵کال د حمل په درېیمه او څلورمه نېټه د جرمني له یو شمېر علمي او څېړنیزو بنسټونو سره په ګډه د دوو ورځو لپاره په برلین کې جوړه شي.

همدارنګه د ناستې ترڅنګ به د نوروز لرغونی جشن د افغان ځوانانو د موسیقۍ د ارګستر په ځانګړي کنسرټ سره ونمانځل شي.

د ستراتیژیکو څېړنو انستیتیوت وایي چې په تېرو دولسو پړاوونو کې د دې کنفرانس له لارې د افغانستان مخکښ سیاسي شخصیتونه، سیمه‌ییز سیاستوال، دیپلوماتان، پوهان، د مدني ټولنې استازي او نړیوال کارپوهان سره راټول شوي، څو د افغانستان د سولې، ثبات او سیمه‌ییزو همکاریو لپاره د نوو لارو چارو په اړه بحث وشي.

تر ۲۰۲۰کال پورې، دا ناسته لږ تر لږه نهه ځله په هرات ښار کې جوړه شوې وه، خو د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته د ۲۰۲۲او ۲۰۲۳کلونو ناستې په دوشنبه، د تاجکستان په پلازمېنه کې ترسره شوې. د دې لړۍ دولسمه ناسته تېر کال په مادرید، د هسپانیا په پلازمېنه کې جوړه شوې وه.

دا تمه کېږي چې د برلین ناسته به یو ځل بیا د افغانستان د سیاسي راتلونکي او سیمه‌ییزو تعاملاتو په اړه د نوو بحثونو لپاره مهمه څېره ولري.

نور خبرونه

رادیو