د دوو افغان ځوانانو جبري بښنه؛ پر پاکستان دوو نیوکه کوونکو افغان ځوانانو بښنه غوښتې

۱۰ ساعتونه مخکې

په کراچۍ ښار کې مېشت دوه افغان ځوانانو چې له پاکستان څخه د افغان کډوالو پر شړلو یې په ټولنیزو رسنیو کې د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کړې وه، د پولیسو له خوا نیول شوي او له وهلو وروسته یې د بښنې ویډیو خپره کړې ده.

په کراچۍ کې یو افغان کډوال وايي چې پولیسو دواړه ځوانان نیولي دي.

د فرهاد په نوم یو افغان ځوان چې په یو دوکان کې مزدور و، په خپل دوکان کې یې د افغان کډوالو په تړاو د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کړې وه او ویډیو یې د ټولنیزو رسنیو یو کاروونکي ثبت او خپره کړې وه.

دویمه ویډیو هم د یو افغان ځوان محب‌الله ده چې د چای‌ په یو هوټل کې کار کوي، هغه هم د پاکستان پر سیاستونو نیوکه کړې وه.

په کراچۍ کې مېشت افغان کډوال امین احمدزي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې فرهاد او محب الله دواړه د کراچۍ د پولیسو له خوا نیول شوي او وهل شوي دي.

نوموړی زیاتوي چې یادو دواړو ځوانانو څخه په جبري ډول بښنه په ویډیويي بڼه ثبت شوې ده.

په خپره شوې ویډیو کې فرهاد ژاړي، د خپلې تېروتنې له امله پښېماني څرګندوي او له پاکستان او خلکو بښنه غواړي.

فرهاد په دغه نوې ویډیو کې ویلي چې "له ما ډېره لویه تېروتنه شوې ده، بښنه غواړم او دا کار به بیا هېڅکله تکرار نه‌شي."

ده د بښنې پر مهال د "پاکستان زنده باد" شعارونه هم ورکړي دي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو چارو یو بل فعال رسول خان مندیزي افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې دوی د کراچۍ له پولیسو سره اړیکه نیولې تر څو یاد ځوانان خوشې کړي.

نور خبرونه

رادیو