د پاکستان د فدرالي عوایدو اداره وايي، د اکتوبر میاشتي له ۱۲ نیټې څخه تر اوسه د امنیتي اندېښنو له کبله د توکو تصفیه په تورخم، غلام خان، خرلاچي او انګور اډه کې ځندېدلې ده.
دغه ادارې ویلي، چې د ترانزیټ سوداګرۍ بهیر په ډیره کمه اندازه پيل شوی دی.
د پاکستان د عوایدو فدرالي ادارې اعلان کړی، چې د اکتوبر له ۱۲مې راهیسې د دواړو خواوو د امنیتي ځواکونو ترمنځ د سختو نښتو وروسته، د افغانستان سره په لویو لارو کې د صادراتو او وارداتو ګمرکي تصفیه ځنډول شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، د امنیتياندېښنو له کبله د تورخم، غلام خان، خرلاچي او انګور اډې په مرکزونو کې د ګمرک فعالیتونه بند شوي دي.
ډیری کارکوونکي په موقت ډول مرکزي دفتر ته لیږدول شوي، خو محدود شمېر تفتیش کوونکي او امنیتي سرتېري لا هم په همدې مرکزونو کې شته تر څو د وضعیت د عادي کېدو سره سم د سوداګرۍ تګ راتګ بیرته پيل او کارونه شروع کړي.
د فدرالي عوایدو ادارې ویلي، د شمالي سیمې د ګمرکونو ټول هغه وارداتي بارونه چې د بندېدو څخه مخکې رسیدلي وو تصفیه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «د تورخم، غلام خان، خرلاچي او انګور اډې په ګمرکونو کې، ټولټال ۳۶۳ وارداتي موټرونه چې د توکو اسناد یې ثبت کړې وې تصفیه شوي دي.»
تورخم، چې د شمالي سیمې ترټولو بوخته سوداګریزه لاره ده، شاوخوا ۲۵۵ صادراتي او ۲۴ وارداتي موټرونه په ټرمینل کې ولاړ دي، پداسې حال کې چې ۲۰۰ نور د جمرود- لنډي کوتل سړک په اوږدو کې بند پاتې دي.
د چمن په لار کې د پنځو وارداتي او پنځویشت صادراتي وسایطو تصفیه لا هم پاتې ده، ځکه سوداګر او صادروونکي لا تر اوسه سندونه نه دي ثبت کړي. له دې سره نږدې ۵۰۰ نور وسایط، چې د افغانستان د ترانزیت مالونه لېږدوي، هم د تورخم او چمن په لارو کې د تصفیې انتظار باسي.
پاکستان د لسو ورځو د بندېدو وروسته د پنجشنبې په ورځ د افغانستان د ترانزیت سوداګرۍ بهیر په جزوي ډول بېرته پیل کړ.

