د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په افغانستان کې په پراخه کچه لوږه ډېره شوې ده. دغه سازمان ټینګار کړی، چې دا مهال په هرو پنځو افغانانو کې یو یې له لوږې سره مخ دی.
د خوړو نړۍوال پروګرام د جمعې په ورځ (د لړم دویمه نېټه) د ملګرو ملتونو د ۸۰مې کلیزې په مناسبت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دوی شاوخوا له ۶۰ کالو راهیسې د افغانستان د خلکو تر څنګ ولاړ دي او په دې موده کې یې د افغانانو سره د خوړو د خونديتوب، ځان بسیاینې او نورو برخو کې مرستې کړې دي.
یاد نړۍوال پروګرام مرستندویه ټولنو او هېوادونو ته په خپل پیغام کې په افغانستان کې اړمنو خلکو سره د مرستو د زیاتوالي په اړه لیکلي:« ستاسو ملاتړ دغه لړۍ ژوندۍ ساتلې ده.»
د خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ (د تلې ۲۸مه) هم په افغانستان کې د لوږې د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکړی و. دغه سازمان ویلي و، چې په افغانستان کې خوارځواکي په چټکۍ سره مخ په زیاتېدو ده؛ خو د بودجې د کمښت له امله دوی یوازې د اړمنو کسانو له یوې کوچنۍ برخې ملاتړ کولای شي.
دغه سازمان په غبرګولې میاشت کې اعلان کړی و، چې د ډېرو زیان منونکو افغان کورنیو د ملاتړ لپاره ۵۵۵ مېلیون ډالرو ته اړتیا لري.

